ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د محترم بختیار بابا قلوف، د ازبیکستان د صنعت او ساختماني موادو د اتحادیې رئیس او د هغه د ملګرو، او محترم محمد اسماعیل غضنفر، د غضنفر ګروپ رئیس سره یو ځای، د کانونو او پټرولیم وزارت له معین سره ولیدل او د افغان-ازبیک سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي مهمند، د دواړو هیوادونو د سوداګرو د چمتووالي یادونه وکړه او له معین څخه یې وغوښتل چې د ګډو پانګونو د اسانتیاوو په برابرولو کې همکاري وکړي. هغه د افغانستان او ازبیکستان د سوداګریز هیات لپاره د ګډې کمېټې پر جوړولو ټینګار وکړ او د دې کمېټې رول یې د پانګونې فرصتونو په پیژندلو او د سوداګرو ستونزو ته په چټک غبرګون کې مهم وباله.
ښاغلي بختیار د خپل سفر اساسي موخه د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ګډ سوداګریز مرکز جوړول، په ځانګړې توګه په کابل او مزار شریف، او د کانونو په سکتور، په ځانګړې توګه د سمنټو په برخه کې پانګونه وبلله.
د کانونو او پټرولیم محترم معین، د ښاغلي بختیار بابا قلوف، د هغه د ټیم او ښاغلي مهمند تود هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د کانونو په سکتور کې د پانګوالو لپاره به د قانون په چوکاټ کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.