ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال د عامل پلاوي د تخنیکي او پالیسۍ مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي په حضور کې له لوژستیکي او ساختماني شرکتونو مسوولینو سره ولیدل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
 
د لوژستیکي او ساختماني شرکتونو مسوولینو د خپلو بشپړ شوو پروژو د پیسو د نه ورکړې ستونزې یادې کړې چې د ځینو حکومتي وزارتونو له لوري ورته ورکړې شوې نه دي. هغوی له ښاغلي مهمند څخه وغوښتل چې د دې ستونزو د هواري لپاره دې له اړوندو حکومتي ادارو سره جدي هڅې وکړي.
ښاغلي مهمند، د دې غونډې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د سوداګرو، پانګه والو او لوژستیکي او ساختماني شرکتونو رول د کارموندنې، اقتصادي ودې، صادراتو او وارداتو پراختیا او د هېواد د بیا رغونې په برخه کې مهم وباله. هغه له ټولو ګډونوالو شرکتونو وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري، تر څو د دې ستونزو د حل لپاره د حکومتي ادارو سره په همغږۍ هڅې وشي.
 
 
 
 
سه شنبه، د لیندۍ ۶مه، ۱۴۰۳
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د افغان سوداګرو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو او په هېواد کې د پانګونې جلبولو په موخه، د جرمني لپاره د افغانستان له سفیر ښاغلي رولف رینارد سره ناسته د اتاق د مشرتابه په دفتر کې چې په شهرنو کې موقعیت لري، ترسره کړه.
 
په دې ناسته کې د اتاق د مشرتابه غړي، ښاغلو: توکل احمدیار، د اتاق عمومي رئیس؛ محمد یونس مهمند، لومړی مرستیال؛ خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي د دارالانشا رئیس؛ شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي مالي رئیس؛ انجینیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس؛ خان جان الکوزی او ضیاءالدین اچکزی، د مدیره پلاوي غړي؛ میرزمان پوپل، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست؛ محمد انور عارفي، د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال؛ عبدالمتین قلندري، د نظار هیات منشي او د غزني د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس؛همایون خواجه زاده دکابل ولايت اتاق تجارتی مرستیال، د تازه مېوې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د اتحادیو مشران؛ محمد صابر لطیفي، د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو مرکز رئیس او د هېواد یو شمېر مخکښ سوداګر او پانګوال ګډون کړی و.
ښاغلي احمدیار، د جرمني سفیر او د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغان خصوصي سکتور سره د جرمني د حکومت او سفارت د مرستو او همکاریو له امله د مننې څرګندونه وکړه. نوموړي، د خصوصي سکتور موجوده فرصتونه او ننګونې ښاغلي رینارد ته په تفصیل سره بیان کړې.
ښاغلي مهمند، جرمني د افغانانو لپاره یو ښه ملګری هېواد وباله او د دغه هېواد د خلکو او حکومت د اقتصادي عامه ګټو پروژو جوړولو په ځانګړي ډول د بلخ هوایي ډګر جوړولو او د کندز د لویې لارې بیا رغونې له امله مننه وکړه. نوموړي د اتاق د فعالیتونو، لاسته راوړنو او استازولیو په اړه جرمني سفیر ته معلومات وړاندې کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د اتاق لومړي مرستیال د خپلې وروستۍ جرمني سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او له سفیر څخه یې وغوښتل چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزې صادرولو، د DMC او GIZ په څېر نړیوالو موسسو سره د خګ اتاق د اړیکو بیا پیل، او د جرمني د سوداګرۍ اتاق سره د اړیکو د لا ښه کولو په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي ترڅو د هغه په وینا، "د هوايي او ځمکنۍ لارې له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ صادرات او واردات پراخ کړو."
ښاغلي مهمند زیاته کړه: موږ له المان سره ښې اقتصادي اړیکې غواړو او د هېواد خصوصي سکتور په مونشن کې د افغان قونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو هرکلی کوي او غواړي چې په بن او برلین کې هم د قونسلګرۍ خدمات فعال کړي.
ښاغلي مهمند، په افغانستان کې د ټولیز امنیت تأمین، د کوکنارو کر کیله منع کول او د اداري فساد د پام وړ کمښت د حکومت د تېرو درېیو کلونو مهمې لاسته راوړنې وګڼلې او د جرمني د پرمختللې تکنالوژۍ رول د افغانستان د لویو عامه پروژو په پرمختګ کې اړین وباله. هغه له جرمني سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان په معادن، د کرنې په میکانیزه کولو او د بانکي سیستم په عصري کولو کې د پانګونې لپاره د جرمني سوداګر وهڅوي.
د اتاق لومړي مرستیال د دې ډول ناستو اهمیت د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د ټینګښت او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د فرصتونو او ننګونو د شریکولو په برخه کې مهم وباله او د خصوصي سکتور او د جرمني سفارت ترمنځ د نورو ناستو پر ترسره کولو ټینګار وکړ. هغه په دې برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي سرفراز باز، د خصوصي سکتور د غړو او د جرمني سفارت د مشرتابه ترمنځ د نورو ناستو پر ترسره کولو ټینګار وکړ او له جرمني سفیر څخه یې وغوښتل چې د افغانستان او اروپايي هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
ښاغلي الکوزي د کارموندنې، اقتصادي ودې او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې د خصوصي سکتور رول اړین وباله او له جرمني سفیر څخه یې وغوښتل چې د افغانستان خصوصي سکتور سره د لا زیاتو مرستو ترڅنګ، د انساني ځواک د تېښتې د مخنیوي او د کارموندنې د زیاتوالي لپاره مرسته وکړي. هغه، د پاکستان له خوا د افغان صادراتي او وارداتي توکو پر وړاندې ستونزې د نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف وګڼلې او له ښاغلي رولف یې وغوښتل چې د پاکستان سره په خپلو اړیکو کې له افغان سوداګرو سره د ستونزو په حل کې عملي ګامونه واخلي.
ښاغلی اڅکزی، د افغانستان او المان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د المان له سفیر څخه یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خصوصی سکټور د اړیکو په پیاوړتیا او افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکولو کې لا زیاته همکاری وکړی.
ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان او جرمني ترمنځ د صادراتو او وارداتو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د جرمني له خوا د افغان سوداګرو لپاره د ویزې نه ورکول د دواړو هېوادونو د سوداګریزو معاملو په کچه کې د پام وړ کموالی راوستی دی. هغه له جرمني سفیر څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزې په برخه کې لا زیاتې همکارۍ وکړي.
ښاغلي رولف، د خصوصي سکتور د ستونزو او ننګونو د شریکولو لپاره د اتاق له مشرتابه څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د خصوصي سکتور سره به د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو، د افغان متوسطو او کوچنیو متشبثینو د ملاتړ لپاره د لویو موسسو د هڅولو او د بې وزلو افغانانو سره د جرمني حکومت د مرستو د دوام په برخه کې به هڅې وکړي. هغه د افغانستان د خصوصي سکتور سره د جرمني د حکومت د ژمنتیا یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
 
 
سه‌شنبه، د ۱۴۰۳ د لیندۍ ۶
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تخصصي کمیټو د جوړولو په لړ کې، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو تخصصي کمیټه د اتاق د مشرتابه پلاوي په شتون کې جوړه شوه. په دې غونډه کې ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلي خانجان الکوزی، د مشرتابه پلاوي غړی، ښاغلی میرزمان پوپل، د عامل هیات د مالي او اداري مرستیال سرپرست، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو اتحادیې رئیس او غړي او صادرونکي سوداګرو ګډون درلود.
 
ښاغلي میرزمان پوپل، د تخصصي کمیټو په اهمیت او د سکتورونو د ستونزو په حل کې د دوی په رول خبرې وکړې او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې یې د هېواد د عمده صادراتي توکو څخه یادې کړې. هغه وویل چې د دې کمیټې په جوړېدو سره به ستونزې حل او قانوني صادرات ډېر شي. نوموړي د دې کمیټې د رهبرۍ د ټاکلو طرزالعمل وړاندې کړ او له سوداګرو او صادرونکو یې وغوښتل چې د کمیټې رئیس، مرستیالان او منشي وټاکي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د اتحادیې مشرتابه او صادرونکو ته ښه راغلاست ووایه او د دې سکتور د اهمیت او ستونزو په اړه یې خبرې وکړې. هغه د بدخشان، پنجشیر، کونړ، نورستان او ننګرهار یادونه وکړه، چې ډېر معادن پکې شته. هغه زیاته کړه چې دا کمیټه به د خپلو منظمو غونډو له لارې ستونزې له اړوندو حکومتي ادارو سره شریکې کړي او قانوني صادرات به دوام وکړي.
ښاغلي خانجان الکوزي د اتاق تخصصي کمیټې د سکتورونو د ستونزو او وړاندیزونو د حل لپاره د اتاق او حکومت ترمنځ مهم پل یاد کړ.
د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د اتحادیې رئیس، ښاغلي حاجي فیصل، او نورو غړو د اتاق له تېرو همکاريو څخه مننه وکړه او وویل چې د دې کمیټې په جوړېدو سره به ستونزې راکمې شي.
په پای کې، د کمیټې رهبري وټاکل شوه: ښاغلی حاجي فیصل د رئیس، حاجي عبدالمتین او مطیع الله قاطع د مرستیالانو او میرزا سعید د منشي په توګه وټاکل شول.
 
 
 
 
 
شنبه د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ ۳ مه
 
 

ښاغلی محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، لغمان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د لغمان ولایت له والي ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني سره ولیدل. په دې لیدنه کې د لغمان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلی اباسین صافی، د دارالانشاء رئیس حاجي فدا محمد، د ننګرهار د سوداګرۍ اتاق د مشرتابه پلاوي غړی ډاکټر مخلص احمد، او د اتاق لوړپوړی سلاکار حاجي مجیب مراد هم شتون درلود.
 
په دې لیدنه کې د لغمان ولایت د سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې وشوې. ښاغلي مهمند، د لغمان والي څخه د خصوصي سکتور ملاتړ، په ځانګړې توګه د سوداګرو د امنیت د ټینګښت له امله مننه وکړه او د لغمان د سوداګرو ستونزې یې ورسره شریکې کړې. هغه غوښتنه وکړه چې د لغمان سیند په څنډه کې د کبانو د روزنې لپاره د ځمکې وېش او د سوداګرو ستونزو ته جدي پاملرنه وشي. نوموړي، د لغمان د سوداګرو او د لغمان ولایت د مشرتابه ترمنځ د ګڼ شمېر غونډو پر جوړېدو ټینګار وکړ.
محترم حقاني، ښاغلي مهمند او د هغه ملګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په هېواد کې د دندو د رامنځته کولو او د اقتصاد د ودې په برخه کې د خصوصي سکتور مهم رول یاد کړ او د ځمکې وېش او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په برخه کې یې د خپل بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ. هغه له لومړي مرستیال څخه غوښتنه وکړه چې سوداګر د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅوي.
د دې سفر په څنډه کې، د اتاق لومړي مرستيال د لغمان د سوداګرۍ اتاق د مشرتابه پلاوي او پیژندل شوي سوداګرو سره په جلا ډول هم ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
د لغمان د سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي اباسین صافی، د اتاق لومړي مرستیال ته هرکلی وکړ او د قرغیو په ولسوالی کې د صنعتي پارک نشتون او د اتاق د ودانۍ د جوړېدو په برخه کې یې خپلې ستونزې ورسره شریکې کړې. هغه له ښاغلي مهمند څخه غوښتنه وکړه چې د دې ستونزو د حل لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي مهمند د لغمان د سوداګرۍ اتاق د مشرتابه پلاوي څخه د خصوصي سکتور د ملاتړ او د ستونزو د هواري له امله مننه وکړه او لغمان یې یو له هغو ولایتونو څخه یاد کړ چې د طبیعي زېرمو، زراعت، صنعت، ترانسپورت او مالدارۍ په برخو کې ځانګړی اهمیت لري. هغه د سراسري امنیت ټینګښت، د اداري فساد له منځه وړل او د کوکنارو کر د مخنیوي بریاوې د حکومت ستر لاسته راوړنې وګڼلې، چې د هېواد په کچه د پانګونې او سوداګرۍ د ودې لپاره ښه زمینې برابرولی شي.
د سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال د حکومت اساسي دنده د هغو سوداګرو لپاره د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کول یاد کړل چې غواړي په هېواد کې پانګونه وکړي. نوموړي له ټولو سوداګرو وغوښتل چې له موجودو فرصتونو څخه ګټه واخلي او د کبانو د روزنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه وکړي. هغه د دې ولایت د سوداګرو ستونزو په حل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
یکشنبه، د لیندۍ ۴مه ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداگریز مرستیال، د هېواد د یو شمېر سوداګرو په ملتیا په قزاقستان کې د سوداګرۍ غونډه کې ګډون وکړ. هغه، د اتاق او خصوصي سکتور په استازیتوب د سوداګرۍ پراختیا، ګډو پانګونو او د مرکزي اسیا هېوادونو لخوا د سوداګریزو اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.
 
په دې غونډه کې د پورته موضوعاتو ترڅنګ په کوچنیو او منځنیو کاروبارونو کې د مصنوعي ځیرکتیا کارولو په اړه هم بحث وشو.
ښاغلي احمدي، د سوداګرۍ، ټرانزیټ، ګډو پانګونو او سوداګریزو اسانتیاوو په برخه کې د اسیايي هېوادونو ګډې همکارۍ مهمې وبللې او د دغو همکاريو د دوام غوښتنه یې وکړه. هغه د مصنوعي ځیرکتیا سیستمونو پلي کول د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو د معياري کولو او د نړیوالو بازارونو له نرخونو څخه د هغوی د پوهاوي لپاره اړین وګڼل.
ښاغلي احمدي، په افغانستان کې د عمومي امنیت ټینګښت یې د پانګونې لپاره ښه زمینه وبلله او له مرکزي اسیا هېوادونو سوداګرو څخه یې غوښتنه وکړه چې په مختلفو سکتورونو کې د افغان سوداګرو سره ګډې پانګونې وکړي، ترڅو د افغانستان او اسیايي هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شي.
ښاغلي مایل احمدي، د غونډې په څنډه کې د قزاقستان د سوداګرۍ د اتاق له مرستیال سره ځانګړې ناسته وکړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او قزاقستان د اتاقونو ترمنځ د ګډې همکارۍ په اهمیت ټینګار وکړ ترڅو د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا، د زیربنایي پروژو د ودې، د سوداګرو ستونزو ته د رسیدګۍ او د لا زیاتو سوداګریزو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه چې ګڼ شمېر افغان سوداګر په قزاقستان کې ژوند کوي او په دې هېواد کې یې سترې پانګونې کړي دي، نو قزاقي سوداګرو او پانګه‌والو ته هم په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه شته.
ښاغلي احمدي، څرګنده کړه چې د تېرو کلونو په اوږدو کې یو شمېر افغان سوداګرو له قزاقي سوداګرو سره تجارتي معاملې کړې دي، چې د افغان سوداګرو عمومي پانګونه تر ٥٠ میلونه ډالرو پورې رسیږي او له یادې ډلې ۳۶ شرکتونه له ستونزو سره مخ شوي دي. هغه د قزاقستان د سوداګرۍ د اتاق مرستیال څخه وغوښتل چې د دواړو هېوادونو د اتاقونو مشرتابه باید د حکومتي استازو په ګډون یوه ګډه کمېټه جوړه کړي ترڅو د دغو ستونزو د حل لپاره همکاري وکړي. چې یاد وړاندیز د قزاقستان له خوا هم ورته هرکلی وشو.
 
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۳ د لیندۍ لومړۍ
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغان سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو او د پانګونې د جلبولو په موخه د افغانستان لپاره د ازبیکستان له نوي سفیر ښاغلي اویبک عثمانوف سره په کابل ستار هوټل کې تعارفي غونډه ترسره کړه.
 
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ښاغلی شیر محمد عباس ستانکزی، د اتاق مشرتابه پلاوی، ښاغلو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوي د دارالانشا رئیس، سید جاوید برهان د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، خان جان الکوزی، محمد داود یوسفزی، ذکریا بریالی، او ضیاالدین اچکزی د مدیره پلاوي غړي، میرزمان پوپل د اتاق مالي او اداري مرستیال سرپرست، یوسف مهمند د کندهار اتاق مشاور، عبدالقاسم امرخیل د وچو میوو اتحادیې رئیس، محمد صابر لطیفي د افغانستان د نندارتونونو مرکز رئیس او د هېواد یو شمېر سوداګر او پانګوالو ګډون کړی وو.
ښاغلي مهمند، د ازبیکستان د نوي سفیر او غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه. هغه د ازبیکستان د اوسني ولسمشر او مخکیني سفیر څخه د افغانستان د وارداتي او صادراتي مالونو د ترانزیتي اسانتیاوو او ویزې د اجرا په برخه کې د همکارۍ لپاره مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې نوی سفیر دې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ په اقتصادي، فرهنګي، او ټولنیزو اړیکو کې د لا زیات پرمختګ لپاره هڅې وکړي، څو لویې اقتصادي پروژې په شریکه د افغان او ازبیک حکومتونو او خصوصي سکتور تر مشرۍ لاندې پر مخ یوړل شي.
د اتاق لومړي مرستیال، افغانستان او ازبیکستان د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت د وصل نقطه وبلله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. هغه د تېرو درې کلونو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو توکو د تبادلې معلومات تشریح کړل او د ښاغلي عثمانوف څخه یې غوښتنه وکړه چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ اتاقونو په ګډون یوه ګډه تجارتي کمیټه جوړه کړي، ترڅو د سوداګرو ستونزې حل او شخړې هوارې کړي.
ښاغلي مهمند، د خصوصي سکتور ستونزې د ویزې په صادرولو کې د چټکټیا نشتون، د ویزې صادرول د لنډې مودې لپاره، او د ازبیکستان خاورې ته د افغان نقلیه وسایطو د ننوتلو لپاره د زیات انتظار یادونه وکړه. هغه، افغانستان د سړکونو د ترانسپورت سازمان غړی یاد کړ او له ښاغلي عثمانوف څخه یې وغوښتل چې د افغان موټرچلوونکو لپاره اوږدمهاله ویزې، د افغان صادراتي مالونو لپاره په تم ځایونو، ګمرکونو، او رېل خطونو کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو افغان صادراتي مالونه په چټکۍ سره چین، روسیې او قزاقستان ته انتقال شي.
د اتاق لومړي مرستیال، د دواړو هېوادونو ترمنځ په زونونو کې د ګډو نندارتونونو د جوړولو یادونه وکړه او دا یې د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم وباله. هغه د افغانستان او ټولې سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د ښاغلي عثمانوف د افغانستان لپاره د نوي سفیر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي، ترانزیتي او سیاسي اړیکو د لا زیاتې پراختیا غوښتنه وکړه. هغه د افغانستان د بهرني سیاست تګلاره اقتصاد محوره وبلله او افغانستان یې د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ د ترانزیت مرکز یاد کړ. هغه د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ازبیکستان له نوي سفیر سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.\
ښاغلي عثمانوف، افغانستان د ازبیکستان نږدې دوست او ورور هېواد یاد کړ او د اوسنیو فرصتونو په ګټه اخیستنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې، د سوداګریزو توکو د تبادلې د زیاتوالي، ګډو پانګونو، او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د خپلو هڅو ډاډ ورکړ. هغه ژمنه وکړه چې د انرژۍ د تولید، زیربنایی پروژو، په ځانګړي ډول د رېل پټلۍ، د ګازو د استخراج او نورو سکتوري برخو کې د افغان سوداګرو سره د ګډو پانګونو لپاره به هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
 
 
 
 
یکشنبه، د لیندۍ ۴مه، ۱۴۰۳
 

مقالات دیگر...