د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تورخم دروازې د بیا پرانستلو د هڅو په لړ کې خپله دویمه غونډه د اتاق د لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په مشرۍ په داسې حال کې چې د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل، د ننګرهار د سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي حضرت علی هډوال، د افغان-پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیبالله صافي او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود، د پاکستان د سوداګریزو اتاقونو فدراسیون مرستیال ښاغلي محمد جواد کاظمي، د خیبر پښتونخوا د صنایعو د اتاق رئیس ښاغلي محمد یوسف افریدي، او یو شمېر پاکستانی سوداګرو سره د ۱۴۰۳ کال د کب د میاشتې په ۲۷ نیټه په تورخم دروازه کې ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د دواړو لورو قومې مشرانو د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د تورخم لارې په بندېدو د منفي اغېزو او د خلکو پر سوداګریزو ستونزو، ننګونو خبرې وکړې او د سوداګرۍ اتاق له لومړي مرستيال او د دواړو هېوادونو له حکومتی چارواکو يې وغوښتل چې د يادې پولې پرانېستلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د تورخم بندر په اهمیت او د سیمې په اقتصادي وضعیت کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړې او د افغانستان - پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا یې ټینګار وکړ، ځکه د دوی په وینا د دې لارې بندېدو د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور غړو ته په میلیونونو ډالره زیان اړولی او د تورخم دروازه باید د تل لپاره د سوداګریزو مالونو او د عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شي.