د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د ترکمنستان د خصوصي سکتور نندارتون په پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ

ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې عشق‌آباد، ترکمنستان ته، د هېواد د یو شمېر سوداګرو او پانګوالو په ملتیا، د ترکمنستان د خصوصي سکتور نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
 
په دې مراسمو کې د ترکمنستان د ولسمشر مرستیال، د دغه هېواد لوړپوړي مقامات، په عشق‌آباد کې د افغانستان سفیر، او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور غړي هم حضور درلود.
ښاغلي احمدیار د نندارتون له بېلابېلو برخو او تولیداتو لیدنه وکړه او له یو شمېر غرفه‌دارانو سره یې د دوه اړخیزو همکاریو او د خصوصي سکتور د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي په اړه خبرې وکړې.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس، دا ډول نندارتونونه د تولیداتو د معرفي کولو او د کورنیو محصولاتو د بازار موندنې لپاره مهم وبلل او په کابل او عشق‌آباد کې د ګډو نندارتونونو د جوړولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
 
 
 
 
دوشنبه، د کب ۲۷مه، ۱۴۰۳