د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو ادارو نمایندګانو لپاره ځانګړې افطاري مېلمستیا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لخوا ترسره شوه.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ګډو همکاريو، سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پانګه اچونې جلبولو او د افغان سوداګرو لپاره په ویزو کې د لا زیاتو آسانتیاوو برابرولو په هدف، د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو ادارو نمایندګانو لپاره ځانګړې افطاري مېلمستیا د (کابل گرند) په هوتل کې ترسره کړه.
 
په دې مېلمستیا کې ښاغلو: محمد یونس مهمند د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لمړی مرستیال، ډاکټر عبدالواسع د ریاست الوزرا د دفتر رئیس، عصمت الله وردګ د اتاق پانګه اچونې مرستیال، شیرین آغا سخی د اتاق د مدیره پلاوي مالي او ادارې رئیس، سید جاوید برهان د اتاق د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزی د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس او د اتاق د مدیره پلاوي غړی، ضیاوالدین اچکزی، داود یوسفزی، ذکریا بریالی، جان آقا صادقی او احمد شکیب احمدیار د اتاق د مدیره پلاوي غړو، نعیم وردګ د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، احمدالله زاهد د صنعت او تجارت وزارت مرستیال، محمد انور عارفی د اتاق د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي معاون، میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست معاون، سید جمیل سادات د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس او احمد شاه حکیمی د نوموړی اتاق لومړی مرستیال، حاجی شرف الدین د اتاق ارشد مشاور او د هېواد یو شمېر سوداګرو او پانګوالو په دې غونډه کې ګډون درلود.
په دې میلمستیا کې د ازبکستان، ایران، قزاقستان او قرغزستان سفیرانو، د اروپايي ټولنې د دفتر، یوناما، د اسلامي هېوادونو د سازمان استازو او د سیمې د یو شمېر هېوادونو د سوداګرۍ استازو هم ګډون کړی و.
ښاغلي مهمند، د دې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، له ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړي توګه له چین، ایران، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان او د ترکیې له هیواد څخه د افغانستان په بیا رغونه او د خپلو بندرونو د پرانستلو په برخه کې د همکارۍ لپاره مننه وکړه، چې د صادراتی او وارداتی مالونو لپاره یې د اوږدی کلونو په ترڅ کې کړې دی. نوموړی، له یاد هیوادونو وغوښتل چې د افغان سوداګرو سره د سوداګریزو او ترانزیتي مالونو په مسایلو کې د نړیوال تجارت قوانین په پام کې ونیسي.
ښاغلي مهمند، د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا د اقتصاد په وده، ګډې پانګونې او د هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهمه وبلله او د بهرنیو هېوادونو له ټولو ډیپلوماټانو یې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره د اړیکو د پراختیا او سوداګرۍ د پراختیا په موخه په پورتنیو برخو په ځانګړې توګه د ویزو د ورکړې په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي. هغه د حکومت له مشرتابه، اقتصادي کمېسیون او نورو حکومتی ادارو څخه د هېواد له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ له امله مننه وکړه.
د اتاق لومړي مرستیال د سوداګرۍ، ګډې پانګونې، ترانزیتي اسانتیاوو رامنځته کولو او اروپا ته د سیمې هېوادونو د صادراتو د زیاتوالي په موخه د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان، ایران، ترکیې، قزاقستان، اذربایجان، ترکمنستان او ازبکستان ترمنځ د ګډې سوداګرۍ اتاق جوړېدل مهم وبلل او د بهرنیو هېوادونو له ډیپلوماتانو یې وغوښتل چې د یاد سوداګرۍ اتاق په جوړولو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره همکاري وکړي.
ښاغلي نعیم وردګ د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق څخه د دې ناستې د ترسره کولو له امله مننه وکړه او دا ډول غونډې یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ګډو ګټو د پېژندنې، د اقتصادي او سوداګریزو نظریاتو د تبادلې او د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د ښه والي په برخه کې مهمې وبللې او د سیمې د هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ د ګډ اتاق د جوړولو په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي ډاکټر واسع اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د تولیدي محصولاتو په ځانګړې توګه د وچو مېوو او لاسي صنایعو د صادراتو په اړه معلومات ورکړل او د بهرنیو هېوادونو له ټولو ډیپلوماټانو یې وغوښتل چې د افغانستان اوسنی انځور د خپلو حکومتونو له مشرانو سره شریک کړي. نوموړي د هېواد په بيارغونه کې د خصوصي سکتور هڅې وستايلې او له ټولو سوداګرو يې وغوښتل چې د هېواد په بيارغونه کې خپله زياته ونډه واخلي.
 
 
 
دوشنبه، د کب ۲۷ مه ۱۴۰۳