د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو ښاغلیو: شیرین اغا سخي د اتاق د مدیره پلاوي مالی رئیس،خانجان الکوزی او زکریا بریالی د اتاق د مدیره پلاوي غړو په داسي حال کې چې ښاغلي محمد انور عارفي د عامل پلاوي تخنیکی او پالیسی مرستیال او ښاغلي جبران حکیمی د سوداګرۍ او پراختیان دیپارتمنت مسوول هم ګډون درلود، له ښاغلي توماس د(ILO) سازمان سرپرست رئیس او د هغه له ملګری سره د اتاق مرکزی دفتر کی ولیدل او د اتاق او یادی اداری تر منځ د ګډو همکاریو په اړه خبری اتری وکړی.
ښاغلي توماس د یادې ادارې د فعالیتونو په اړه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ته معلومات ورکړل او د خصوصي سکتور د ستونزو د پېژندلو او د کوچنیو متشبثینو د ملاتړ په برخه کې یې د همکارۍ پر څرنګوالي ټینګار وکړ. نوموړي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رول یې د کارموندنې او د خصوصي سکتور په وده کې مهم وباله او د دې اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د یادې ادارې د کاري پلانونو په تطبیق کې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي توماس د سوداګرۍ او پانګونې په اتاق کې د خصوصي سکتور د ستونزو د پېژندلو، د سوداګرۍ د فرصتونو د پېژندلو، د خصوصي سکټور د ظرفیت د لوړولو او د سیمې هېوادونو بازارونو ته د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په موخه کې د یوه مرکز له جوړېدو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
ښاغلي شیرین اغا سخي، ښاغلي توماس او ورسره ملګري ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان د خصوصي سکتور یو مهم ملاتړی وباله او د کار ادارې دا ډول پروګرامونه یې د کارموندنې او د خصوصي سکتور په پیاوړتیا کې مهم وبلل. نوموړي د اتاق او دولت ترمنځ اړیکې ښې وبللې او د کار سازمان رئیس ته یې د هغو پروژو په تطبیق کې چې د خصوصي سکتور د ودې په برخه کې وې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي بریالي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کاري پلان په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د کار سازمان د پلانونو هرکلی وکړ. نوموړي د مالياتي ستونزو او د خصوصي سکتور د نورو ستونزو د پېژندنې په برخه کې د سوداګريز مرکز جوړول مهم وبلل.
ښاغلي الکوزي د هغو نړیوالو سازمانونو په اړه چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې غړیتوب لري، معلومات وړاندې کړل او په افغانستان کې د کار سازمان له کلونو کلونو همکاریو څخه چې له اتاق سره یې کړی مننه وکړه. نوموړي په هېواد کې دننه او بهر د سوداګرو د ستونزو د پېژندنې په برخه کې د دغه مرکز جوړېدل مهم وبلل او د يادې شوې ادارې د پروژو د پلي کېدو په برخه کې يې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هراړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ.
ښاغلي عارفي له يادې ادارې سره د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پلان مشارکت ياد کړ او د هغو پروژو د پلي کېدو ډاډ يې ورکړ چې خصوصي سکټور وده کوي.