د تورخم دروازه له وویشت ورځو بندېدو وروسته، د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو توکو لېږدونکو باروړونکو وسایطو پر مخ بېرته خلاصه شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د پاکستان د سوداګرۍ اتاقونو فدراسیون، د خیبر پښتونخوا د صنایعو اتاق، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د تورخم امنیتي مقاماتو او د ننګرهار سیمه‌ییز حکومت په پرله‌پسې هڅو سره، د تورخم دروازه چې له وويشت ورځو زیات بنده وه، نن چهارشنبه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره بېرته خلاصه شوه.
 
د تورخم دروازې د پرانیستلو په مراسمو کې، ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، میرزمان پوپل، د عامل پلاوي مالی او اداري سرپرست مرستیال، حضرت علي هده وال، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، نقیب‌الله صافي، د افغان-پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس، د پاکستان د سوداګرۍ د اتاقونو د فدراسیون مشرتابه، محمد یوسف افریدي، د خیبر پښتونخوا د صنایعو اتاق رئیس، او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګر او پانګوال حضور درلود.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د هڅو او د افغانستان او پاکستان د حکومتونو د همکارۍ ستاینه وکړه او هیله‌یې وښوده چې تورخم دروازه له دې وروسته تل د خلکو او د سوداګریزو او ترانزیټي توکو د تګ راتګ لپاره خلاصه وساتل شي.
ټاکل شوې چې د تورخم دروازه، له تخنیکي ستونزو د هواري او د اړوندو ادارو د چمتووالي وروسته، د جمعې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د وري د میاشتې په لومړۍ نېټه د عامو خلکو پر مخ هم خلاصه شي.
 
 
 
 
چهارشنبه، ۲۹ کب ۱۴۰۳