ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د یو شمېر سوداګرو په حضور کې له محترم مرگن قوردوف سره وکتل او د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي او ګډو پانګونو په اړه یې بحث وکړ.
ښاغلي قوردوف، ښاغلي احمدیار ته د ترکمنستان د خصوصي سکتور نندارتون ته د ښه راغلاست تر څنګ، د یاد نندارتون، د پانګونې د پراختیا فورم، او د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د هڅو په اړه مفصل معلومات ورکړل.
ښاغلي قوردوف، افغانستان د ترکمنستان مهم سوداګریز شریک وباله او ژمنه یې وکړه چې د افغان سوداګرو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د افغان پانګوالو د جلب لپاره به هر اړخیزې هڅې وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس، ترکمنستان یې د افغانستان له نېکو ګاونډیانو څخه یاد کړ او د دواړو هېوادونو د دیني او کلتوري ګډو ارزښتونو ته په اشاره، د ترکمنستان اتاق له رئیس یې وغوښتل چې پانګوال وهڅوي ترڅو د ترکمنستان د برېښنا له انرژۍ په ګټې اخیستنې د افغانستان د سترو کانونو په استخراج او پروسس کې پانګونه وکړي.
ښاغلي احمدیار، همداراز د افغان سوداګرو ستونزې، په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو واردات، له ښاغلي قوردوف سره شریکې کړې او د دې ستونزو د حل او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو غوښتنه یې وکړه.
نوموړي، د دې لیدنې په څنډه کې د ترکمنستان له یو شمېر سوداګرو سره هم وکتل او د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي، ګډو پانګونو، او د سوداګرۍ د اسانتیاوو په اړه یې ورسره بحث وکړ.