ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان له سفارت څخه لیدنه وکړه او په ترکمنستان کې د افغانستان له سفیر، ښاغلي فضل محمد صابر سره وکتل.
ښاغلي صابر، ښاغلي احمدیار ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، په یاد هېواد کې د افغانستان سفارت د هڅو په اړه مفصل معلومات ورکړل، چې موخه یې د خلکو، سوداګرو او پانګوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
ښاغلي احمدیار، د سفارت د هڅو ستاینه وکړه او د سوداګرو ستونزې، په ځانګړي ډول له ترکمنستان څخه د تیلو د وارداتو ستونزې، له ښاغلي سفیر سره شریکې کړې، او د دې ستونزو د حل لپاره یې د مسؤلینو جدي پاملرنه وغوښته.
همداراز، ښاغلي احمدیار، سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونه د هېواد د ودې لپاره مهم وبلل او له ښاغلي صابر یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي لپاره همکاري وکړي.