ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د خراسان زمین صرافانو د ودانیزو پروژو، د لوېدیځ زون صرافانو د سترې پروژې چې د خصوصي سکتور لخوا په سهامي ډول د هرات په ښار کې جوړیږي، او همدارنګه د ګازو او تیلو سوداګریز مجتمع چې کار یې بشپړ شوی، لیدنه وکړه. نوموړي د دغو پروژو د تطبیق پر نړیوالو ستندردونو، د لوړ کیفیت ساختماني موادو پر کارولو، د معلولینو لپاره د بدیلو لارو پر جوړولو، د اوروژنې سیستم او د چاپېریال ساتنې پر مراعاتولو ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند، له ټولو پانګوالو مننه وکړه چې په دې پروژو کې یې خپل رول ادا کړی. هغه یادې پانګونې د اقتصاد د ودې، د کاري فرصتونو د ایجاد، د ښار د ښکلا، د بنسټونو د پیاوړتیا، د ښاري پراختیا او د پانګوالو د جذب لپاره مهمې وبللې. نوموړي له هغو افغان سوداګرو څخه چې په بهر کې پانګونه کړې، وغوښتل چې بیرته هېواد ته راستانه شي او د هېواد په بیارغونه کې خپل سهم ادا کړي.
د خراسان زمین صرافانو پروژه، چې له ۳۰ میلیونه ډالرو څخه په زیاته پانګونه د هرات په ښار کې په ۱۴ پوړیزه ودانۍ کې د جوړېدو په حال کې ده، او ټاکل شوې چې په راتلونکي کې د بانکدارۍ، صرافۍ او اداري واحدونو لپاره ترې استفاده وشي.
د لوېدیځ زون صرافانو ستره پروژه، چې له ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو څخه په زیاته پانګونه د یو ستر سوداګریز کمپلکس د جوړېدو لپاره د خصوصي سکتور لخوا په سهامي ډول په هرات کې جوړیږي، د ودانیزو کارونو ډېرې برخې یې بشپړې شوې، او ټاکل شوې چې ډېر ژر د تجارتي فعالیتونو لکه د سرو زرو پلورنځي، صرافۍ، بانکدارۍ، سوداګریزو او اداري واحدونو، سونا، او سوپرمارکېټونو لپاره پرانستل شي.
د هرات د ګازو او تیلو سوداګریز مجتمع، چې له ۷ میلیونه امریکایي ډالرو څخه په زیاته پانګونه او د ۲۵۰۰ متر مربع ځمکې پر مساحت په ۸ پوړونو کې د تیلو سوداګرو لخوا په ګډه جوړ شوی، ټاکل شوې چې ډېر ژر د سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانیستل شي.