د حکومتي ادارو او خصوصي سکتور ترمنځ ګفتمان د هرات-خواف او حیرتان-چین د اورګاډي پټلۍ له لارې د لویو سوداګریزو او ترانزیټي محمولو د انتقال د اسانتیاوو او ګټو په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کنفرانسونو تالار کې ترسره شو.
په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه، ښاغلی محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق مالي رئیس، محترم خان جان الکوزی، د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس او د اتاق د مدیره پلاوي غړی، محترم احمدالله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي حامد، د مالیې وزارت د ګمرکاتو عمومي رئیس، محترم احمد شاه حکیمي، د کابل اتاق لومړی مرستیال، او یو شمېر سوداګرو حضوري او آنلاین ګډون کړی و.
ښاغلي نورالدین عزیزی د افغانستان د سوداګرۍ د بیلانس د متوازن کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې زموږ سوداګري به د ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره د مناسب کرایې په اساس دوام وکړي، چې له امله به یې د هېواد د اسعارو ارزښت هم ثابت پاتې شي.
ښاغلي مهمند، د حکومت له ادارو څخه د دې ډول کنفرانس د ترسره کولو له امله مننه وکړه، د ترانزیټ رول یې د سوداګریزو محمولو په انتقال کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې افغانستان د تېرو درېیو کلونو په اوږدو کې د اورګاډي ترانزیټ له خدماتو ګټه اخیستې.
هغه د اورګاډي د خدماتو ښه والي ته په اشارې وویل چې دا به د محمولو د انتقال لګښتونه راکم کړي، د افغانستان د مرمرو ډبرو صادرات به چین ته زیات کړي، او د چین وارداتي توکي به افغانستان ته را انتقال کړي. نوموړي له اړوندو دولتي ادارو څخه وغوښتل چې د ترانزیټ د اسانتیاوو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند، د ترانسپورت او ټولګټو وزارتونو د مسئولینو هڅې وستایلې او له سوداګرو یې وغوښتل چې د ترانزیټي زیربناوو په پراخولو کې خپله ونډه واخلي.
هغه د ترانسپورت سکتور رول د کارموندنې، د بازار د بیو کنټرول، او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نړیوالو بازارونو ته د لېږد په برخه کې مهم وباله.
همداراز، ښاغلي مهمند د اورګاډي د تګ راتګ او د دې خدماتو پراخېدل د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي لپاره مهم وبلل او له حکومتي ادارو یې وغوښتل چې د دې برخې تنظیم ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق هڅې د سالنګ لویې لارې د بیارغونې او د کابل-جلال آباد د نوې لویې لارې د جوړولو په برخه کې یادې کړې او له اړوندو ادارو سره یې د اتاق د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.
د غونډې په پای کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ترانزیټ چارو ریاست، د ټولګټو وزارت د اورګاډي ریاست، او د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت مسئولینو د هرات-خواف او حیرتان-چین د اورګاډي کرښې د اسانتیاوو او ګټو په اړه معلوماتي پریزنتیشنونه وړاندې کړل.