د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال په افغانستان کې د چین له سفیر سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په کابل کې د چین د ولسي جمهوریت له سفیر ښاغلي جاوشینګ سره د دغه هېواد په سفارت کې وکتل.
 
په دې غونډه کې د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لمړی معاون حضرت علی هډه وال، د اتاق عامل پلاوي مالی او اداری سرپرست مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل، چین ته د صادراتو په برخه کې د اتاق ستر سلاکار ښاغلي سردار ولي پښتون او د اتاق د نړیوالو اړیکو د دیپارتمنت مسوول ښاغلي عبدالمتین غالب هم حضور درلود.
ښاغلي مهمند، د افغانستان له خصوصي سکتور سره په ځانګړې توګه افغان سوداګرو ته د چین د ویزې د اسانتیا په برخه کې د چین د ولسي جمهوریت د سفارت او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو مننه وکړه. نوموړي د افغانستان او چين ترمنځ د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ او د افغانستان د کرنيزو محصولاتو په ځانګړي ډول شکرپاره، وچې مېوې، زعفرانو او نورو طبي بوټو صادراتو ته يې پاملرنه وکړه.
ښاغلي مهمند، په کابل کې د امام ابوحنيفه (رح) د څلورم ملي او نړيوال نندارتون د جوړېدو يادونه هم وکړه او د چين له سفير څخه يې وغوښتل چې چينايي شرکتونه او پانګوال په ځانګړي ډول هغه شرکتونه چې د برېښنايي انرژۍ په برخه کې پانګونه کوي، په دغه نندارتون کې ګډون ته وهڅوي. نوموړي دغه پروګرام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره يو ښه فرصت وباله.
همدارنګه نوموړي کندهار ولایت ته د چین د سفیر وروستی سفر مثبت و ارزاوه او د هېواد نورو ولایتونو ته یې د چین د سفیر د سفر په اړه د افغانستان د خصوصي سکټور د لېوالتیا په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي مهمند، بدخشان ولایت ته د واخان دهلېز د لیدنې په موخه د خصوصي سکتور د پلاوي د سفر په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره یې د واخان پولې په اوږدو کې د یوه کوچني بازار د جوړولو وړاندیز وکړ. دغه راز هغه له پاکستان سره د سرحدي خنډونو په لرې کولو کې د چین د خصوصي سکتور د همکارۍ غوښتنه وکړه، څو د تورخم له لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچه لوړه شي.
د چين د ولسي جمهوريت سفير ښاغلي جاوشينګ له افغانستان سره د خصوصي سکټور د همکارۍ او ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ او په يادو برخو کې يې د خپل هېواد پر ژمنتيا ټينګار وکړ. نوموړي دغه راز ویلي، چې چین په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دی او هڅه به وکړي، چې د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون ته چینايي شرکتونه او پانګوال دعوت کړي.
 
 
 
 
چهار شنبه، د کب ۲۹ مه ۱۴۰۳