د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند، په داسې حال کې چې د حکومت لوړپوړي چارواکي، د نړیوالو مؤسسو مسوولین او د هېواد سوداګر او پانګوال هم ګډون درلود، په کابل سرینا هوټل کې د افغانستان بانک له لوري د وړو پورونو په کنفرانس کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي مهمند، د حکومت څخه د خصوصي سکتور په ځانګړي توګه د منځنیو او وړو متشبثینو د ملاتړ لپاره مننه وکړه او په شمال ختیځ زون کې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونو او ستونزو کنفرانس په اړه، چې په فیض آباد بدخشان کې د اتاق له خوا د پانګونې ستونزو او فرصتونو د راټولولو لپاره جوړ شوی و، ګډونوالو ته تفصیلي معلومات وړاندې کړل او دغه ډول کنفرانسونه یې د مالدارۍ او زراعتي برخو کې د منځنیو او وړو شرکتونو د ملاتړ لپاره مهم وبلل.
د اتاق لومړی مرستیال، د وړو پورونو رول د اقتصادي ودې او وړو او منځنیو سوداګریو لپاره ګټور وباله او د وړو پورونو د پلان د پلي کولو لپاره یې د واضحو میکانیزمونو پر جوړولو ټینګار وکړ. هغه، له هغو نړیوالو مؤسسو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې فعالیت کوي، څو په دې برخه کې له کورنیو مؤسسو په ځانګړې توګه د افغانستان بانک سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند، د داخلي تولیداتو د هڅونې پالیسۍ پلي کولو لپاره، د حکومت لخواه په هغو وارداتي توکو د تعرفو لوړول یې مهم او ګټور وباله چې همنوع یې په هېواد دننه تولیدیږي،او له کوچنیو او منځنیو سوداګرو او پانګوالو څخه یې وغوښتل چې په خپلو تولیداتو کې د کیفیت، ظرفیت او بیې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند، په هغه جوړ شوي پنل کې هم ونډه واخیسته او د کوچنیو پورونو په اړتیا او د کوچنیو او منځنیو سوداګریو کې د یادو پورونو د رول په اړه یې خبرې وکړې.
 
 
 
 
چهارشنبه،لړم ٢٣مه،١٤٠٣
 
 

د سوداګرۍ د پراختیا، د سوداګرو ستونزو ته د لاسرسي، د صادراتو زیاتولو او د شمال ختیځ زون د ولایتونو د پانګونې فرصتونو د معرفي کولو په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په بدخشان ولایت کې د شمال ختیځ زون ولایتونو د فرصتونو او ستونزو کنفرانس جوړ کړ چی پکې ښاغليو: محمد یونس مهمند، د اتاق لومړي مرستیال، سلطان محمد صافي، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي او د افغان-پاک اتاق مرستیال، میرزمان پوپل، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال، عبدالسلام کوهي، د اتاق حقوقي سلاکار، د بدخشان مرستیال والي، د بدخشان د اقتصاد رئیس، محمد طاهر د بدخشان اتاق رئیس، گل محمد رجب زاده د کندز اتاق رئیس، د تخار اتاق سوداګریزمرستیال، د بدخشان او تخار د ولایتي اتاقونو غړي او د شمال ختیځ زون د ولایتونو یو شمېر سوداګرو شتون درلود.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند، بدخشان د جغرافیوي موقعیت له مخې یو ستراتیژیک ولایت وباله او د سوداګرو او د بدخشان د ولایت د مشرتابه تر منځ د ناستو په ترسره کولو ټینګار وکړ. هغه په ناسته کې ګډونوالو ته د شمال ختیځ زون د ولایتونو شته فرصتونه تشریح کړل او له ټولو سوداګرو یې وغوښتل چې له موجوده فرصتونو ګټه پورته کړي او د پانګونو په تړاو خپل پروپوزلونه اتاق ته وسپاري.
ښاغلي مهمند، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او د متشبثینو لپاره د کوچنیو پورونو د وېش په برخه کې د دولت او بهرنیو مرسته کوونکو له ملاتړ څخه یادونه وکړه او دا ملاتړ یې د هیواد د اقتصاد په وده او د کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول د مالدارۍ تولیداتو په زیاتوالي کې مهم وباله. هغه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر څارنې لاندې له حکومت څخه وغوښتل چې د شمال ختیځ ولایتونو سیندونو ته نږدې د مالدارۍ فارمونو جوړولو په موخه، ځمکې د پانګونې لپاره ورکړي، په ځانګړې توګه د ماهي روزنې فارمونه.
هغه، زیاته کړه چې دا ډول ځمکې ورکول کولی شي زموږ د هیوادوالو لپاره د ماهي غوښې په وارداتو کې د پام وړ کموالی او دندې رامنځته کړي.
د اتاق لومړي مرستیال، د واخان دهلېز په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دا دهلېز کولی شي د مالونو د لیږد، سیمه ایزو اقتصادي همکاریو پیاوړتیا، نویو سوداګریزو فرصتونو رامنځته کولو او د افغانستان او اسیايي هیوادونو ترمنځ د اړیکو اسانتیا لپاره یو حیاتي ترانزیتي لار شي. هغه له بدخشان محلي حکومت څخه وغوښتل چې د دغه دهلېز د لارې د لا ښه کولو په برخه کې جدي پام وکړي.
ښاغلي مهمند، د شمال ختیځ زون ولایتونو د اتاقونو او سوداګرو څخه وغوښتل چې د پانګونې د څرنګوالي، د لویو بنسټیزو پروژو ترلاسه کولو او په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګوالو د ستونزو د حل په موخه یوه لوی سهامي شرکت جوړکړي. هغه، په کابل ښار کې د اتاق لخوا د یو لوی کنفرانس له جوړېدو خبر ورکړ او له ټولو سوداګرو څخه یې وغوښتل چې په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال د دولت د مشرانو د تازه لارښوونې یادونه وکړه چې د سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه اړوندو دولتي ادارو ته صادر شوې ده او د مالیې ورکړه یې د هیواد په اقتصادي جریان کې مهمه وګڼله. هغه له اړوندو دولتي ادارو څخه وغوښتل چې په ګمرکونو کې د مالیې اخیستلو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
د بدخشان مرستیال والي د دې غونډې د جوړولو له امله د اتاق له رهبري څخه مننه وکړه او د هیواد اقتصادي پرمختګ یې له زیاتې پانګونې سره تړلی وباله. هغه د بدخشان په ولایت کې د پانګونې لپاره د سوداګرو د امنیت او اسانتیاوو په برابرولو کې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
محترم میرزمان پوپل، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا د دې ډول غونډو اساسي هدف د پانګونې په وړاندې د ننګونو پېژندل او د دې ولایتونو د تولیدي محصولاتو معرفي کول وبلل او له ټولو ولایتي مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د ترسره شویو پانګونو، ستونزو او وړاندیزونو په اړه خپل نظرونه په تفصیل سره وړاندې کړي، تر څو اتاق وکولی شي د خصوصي سکتور ستونزې په کابل ښار کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو او بهرنیو مرسته کوونکو په شتون کې جوړېدونکي کنفرانس کې تشریح کړي.
د ولایتي اتاقونو مشرانو د خپلو ولایتونو د سوداګرۍ ستونزو په اړه خبرې وکړې او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د دوی د ستونزو حل ته جدي پام وکړي.
ښاغلي سلطان محمد صافي د یادې ناستې په پای کې، د شمال ختیځ زون د سوداګرو له لوري د پانګونې فرصتونو او ستونزو د شریکولو په اړه خوښي څرګنده کړه او له ټولو سوداګرو څخه یې وغوښتل چې په ګډه د هیواد په بیا رغونه کې خپل فعال رول ولوبوي.
 
 
 
سې شنبه، د لړم ۲۲مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان - پاک ګډ اتاق مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د کندز د سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي گل احمد رجب زاده، د کندز اتاق د مشرتابه، د اتاق سلاکار حاجي اجمل او د شمال ختیځ زون یو شمېر سوداګرو او پانګوالو په شتون کې د کندز له والي سره ولیدل او د یاد ولایت د سوداګرو ستونزو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د شمال ختیځ زون ولایتونو ته د خپل سفر موخې په اړه محترم والي ته معلومات وړاندې کړل او د جایدادونو د غیر منظمې اندازې په برخه کې د سوداګرو ستونزې یې وړاندې کړې او له ښاغلي والي څخه یې وغوښتل چې د کندز د سوداګرو ستونزو ته جدي پام وکړي. نوموړي د کندز ولایت د مشرۍ او خصوصي سکتور ترمنځ دوامداره ناستې د سوداګرۍ په پراختیا او په مختلفو برخو کې پانګونې لپاره د سوداګرو هڅول اړین وبلل او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د شمال ختیځ زون ولایتونو سوداګر د کندز په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته هڅوي.
د کندز ښاغلي والي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د کندز ولایت د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې او د سوداګرو ستونزو د حل لپاره په نږدې راتلونکي کې د یوې ناستې د جوړولو خبر ورکړ. نوموړي د کندز سوداګرو ستونزو حل لپاره د مرستې ژمنه وکړه او له مشرتابه پلاوي څخه یې وغوښتل چې سوداګر د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅوي.
ښاغلي سلطان محمد صافي، د سوداګرو ستونزو د حل او د سوداګرو هڅولو په برخه کې د کندز د محلي ادارې له کړنو څخه مننه وکړه او د کندز ولایت مشرۍ ته یې ډاډ ورکړ چې سوداګر او پانګوال به د هیواد په ابادۍ کې برخه واخلي.
 
 
 
 
یکشنبه، لړم ۲۰مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستيال، د ښاغلي سلطان محمد صافي، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي او د افغان-پاک اتاق مرستيال، ښاغلي میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالی او اداری مرستیال، ښاغلي عبدالسلام کوهی د اتاق حقوقی سلاکار او د شمال ختیځ زون د یو شمېر سوداګرو او پانګوالو په حضور کې، د بدخشان له محترم مرستيال والي سره وکتل او د پانګونې پر ستونزو او فرصتونو يې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا په فیض‌آباد کې د شمال ختیځ زون د پانګونې پر فرصتونو او ستونزو د يوې غونډې په اړه د یاد ولایت مرستيال والي ته معلومات ورکړل. هغه وويل چې بدخشان د طبيعي زيرمو له پلوه بډایه ولايت دی چې په کې د سرو زرو، مس، سرب، جست، تورمالين، کوارتز، تراورتین، ډبرو سکرو او بيوروچ کانونه شتون لري. هغه همداراز، د دې ولايت بندري ارزښت ته په اشارې سره، پر دې ټينګار وکړ چې محلي حکومت دې د واخان دهلېز په ګډون په بندرونو کې سوداګريزې اسانتياوې زیاتې کړي.
د اتاق لومړي مرستيال، د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اموالو د تبادلې په زیاتولو کې د دې ډول اسانتیاوو رامنځته کول مهم وبلل او په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې لپاره د سوداګرو د تشويق په برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر اړخيز ملاتړ ډاډ يې ورکړ.
محترم سلطان محمد صافي، د بدخشان د اقتصادي-سوداګريز ارزښت په اړه خبرې وکړې او د خصوصي سکتور ملاتړ یې د بېکارۍ په کموالي او د فقر په له منځه وړلو کې مهم وباله، او له مرستيال والي یې وغوښتل چې د دې ولایت د سوداګرو ملاتړ او ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي پوپل، د هېواد په نورو زونونو کې د پانګونې د فرصتونو او ستونزو د کنفرانس د جوړولو پر بهیر، په ځانګړې توګه د شمال ‌ختیځ زون په اړه، مفصل معلومات وړاندې کړل.
د بدخشان مرستيال والي، د اتاق د مشرتابه پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووايه او د هېواد د خصوصي سکتور د ملاتړ په اړه یې د مشرتابه هدایت تشريح کړ. هغه، د بدخشان د سوداګرو د ستونزو د حل او د هغوی لپاره د زياتو اسانتياوو رامنځته کولو کې د خپل بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
دوشنبه، د لړم ۲۱مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، په افغانستان کې د اروپایي اتحاديې له سفيرې اغلې وی رونیکا بوسویک پوهار سره وکتل او د افغانستان او اروپایي هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختيا په اړه یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان څخه اروپایي هېوادونو ته د سوداګرۍ او صادراتو په پراختیا خبرې وکړې او د زراعتي محصولاتو د پراختیا لپاره د زراعتي قرضو پر ارزښت ټینګار وکړ. هغه، له اغلې وی رونیکا وغوښتل چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزې ترلاسه کولو او د صادراتي مارکېټونو موندلو په برخه کې له اروپایي هېوادونو سره په همغږۍ کې سهولتونه برابر کړي. د دې په پایله کې به د افغانستان او اروپایي هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي او د افغانستان صادرات به هم اروپایي بازارونو ته زیات شي.
اغلې وی رونیکا، د زراعتي محصولاتو لپاره د اړوندو ادارو له لوري د ګیاهی د درملو کیفیت د تصديق په اړه ډاډ وغوښت او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د صادراتو په ملاتړ کې به د اروپایي هېوادونو په همغږۍ سره مرسته کوي.
په پای کې، د اتاق لومړي مرستیال ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ اتاق به له اروپایي اتحادیې سفیرې او له اړوندو ادارو سره چې د هېواد بزګرانو ته د ګیاهی درملو د ویش په برخه کې فعاله ونډه لري د ناستو جوړولو همکاری به کوي.
 
 
 
 
شنبه، لړم ۱۹مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، شمال ختیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر پر مهال، چې د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي او د افغان پاک ګډ اتاق مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافی او د اتاق ارشد سلاکار حاجي اجمل یې ملتیا کوله، د کندز د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق له رئیس ښاغلي ګل محمد رجب زاده، د یاد اتاق له مشرتابه او د شمال ختیځ زون له مخکښو سوداګرو او پانګوالو سره ولیدل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
 
ښاغلي رجب زاده، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او یادونه یې وکړه چې د دې ولایت سوداګر د ځمکو د غیر منظم متر کولو او د معیاري ارزونې له نشتون سره مخامخ دي. هغه له مشرتابه پلاوي وغوښتل چې د اړوندو دولتي ادارو په همکارۍ د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند، د کندز د اتاق له مشرتابه مننه وکړه چې د خصوصي سکتور ملاتړ او د ستونزو په حل کې یې هڅې کوي. هغه کندز د یوه سرحدي ولایت او د طبیعي، زراعتي، صنعتي او ترانزیتي منابعو څخه بډایه ولایت وباله. نوموړي په تېرو درېیو کلونو کې د حکومت د امنیت ټینګښت، د فساد له منځه وړلو او د کوکنارو د کښت بندېدل لویې لاسته راوړنې وبللې او وویل چې د حکومت اساسي دنده دا ده چې هغو سوداګرو ته سوداګریزې اسانتیاوې برابرې کړي چې غواړي په هېواد کې پانګونه وکړي. نوموړي د دې ولایت له ټولو سوداګرو وغوښتل چې له موجودو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او خپلې ستونزې او نظریات په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري ترڅو د اړوندو دولتي ادارو په همکارۍ د دوی ستونزو ته عملي حل لارې ولټوي.
ښاغلي مهمند، سوداګرو ته په مالیاتو کې د ستونزو د حل په موخه د مالیې وزارت او د حکومت لوړپوړو چارواکو ته د اتاق په همکارۍ وړاندې شویو غوښتنو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه د هېواد په اقتصادي ځان بسیاینې او د عام المنفعه پروژو جوړولو کې د مالیاتو اهمیت یاد کړ او له حکومتي ادارو یې وغوښتل چې د مالیاتو اخیستو برخه کې سوداګرو ته په ګمرکونو کې د واحدې مالیې ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي.
د اتاق لومړي مرستیال د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د فرصتونو د کارولو په اړه خبرې وکړې او د تولیدي محصولاتو د کیفیت او ظرفیت لوړول یې د وارداتو، د اجناسو د قیمت کمولو او د هېواد د اقتصاد د ودې په برخه کې مهم وبلل. هغه د حکومت له خوا هغو سوداګرو ته چې غواړي په هېواد کې پانګونه وکړي، د ځمکې د وېش په اړه هم ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او د شمال ختیځ ولایتونو له ټولو سوداګرو یې وغوښتل چې د زراعتي فارمونو په ځانګړي ډول د کبانو د فارمونو د جوړولو لپاره خپل وړاندیزونه په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري.
ښاغلي سلطان محمد صافي د کندز د اتاق مشرتابه څخه مننه وکړه چې دا ناسته یې ترتیب کړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د شمال ختیځ زون د سوداګرو د ستونزو په حل کې هر اړخیز ملاتړ وکړي.
 
 
 
 
 
یکشنبه، لړم ۲۰مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...