ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، له ښاغلي کورومیا تاکایوشي، د جاپان له سفیر سره د یاد هېواد په سفارت کې ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په اړه یې بحث وکړ. په دې لیدنه کې ښاغلي عبدالمتین غالب، د اتاق د نړیوالو اړیکو مسئول، او ښاغلي هیروتاکا کاواکامی، د جاپان سفارت لومړی سکرتر، هم حضور درلود.
د لیدنې په پیل کې، ښاغلي مهمند د جاپان له دوامداره او مؤثرو همکاریو څخه مننه وکړه، او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په برخه کې یې د جاپان مثبت رول وستایه. نوموړي جاپان د افغانانو پخوانی او باوري شریک وباله او د همکاریو د دوام هرکلی یې وکړ.
ښاغلي مهمند د افغانستان او جاپان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، په ځانګړې توګه د افغان انارو او انګورو د هوایي کارګو له لارې صادراتو په اړه معلومات ورکړل او له جاپان سفارته یې وغوښتل چې د یادو کرنیزو توکو د ګمرکي مراحلو په اسانولو کې مرسته وکړي. نوموړي همدارنګه د افغان سوداګرو او د جاپاني اړوندو مراجعو ترمنځ د یو آنلاین ناسته د جوړېدو وړاندیز وکړ.
ښاغلي مهمند زیاته کړه چې د جاپاني موټرو تقاضا په افغان بازارونو کې لوړه ده او یو شمېر ښي لوري موټرونه افغانستان ته وارده شوي دي. نوموړي وړاندیز وکړ چې هغه جاپاني شرکتونه یا فابریکې چې کولای شي د یادو موټرو د سټرینګ د اړولو تخنیکي خدمات په افغانستان کې وړاندې کړي، باید پانګونې ته وهڅول شي. هغه دا هم وویل چې د افغانستان خصوصي سکتور د سوزوکي شرکت د نمایندګۍ د پرانیستو لیوالتیا لري.
د اتاق مرستیال، د ټول هېواد امنیت، د کوکنارو کر د بندیدو، او د فساد له منځه تلو، د بهرنیو پانګوالو لپاره یوه ښه موقع وګڼله او له جاپان سفارته یې وغوښتل چې د افغانستان د سوداګرۍ اتاق او د جاپان د سوداګرۍ اتاق ترمنځ د یوې ناستې زمینه برابره کړي.
ښاغلي مهمند، د خبرو په یوه برخه کې، له سفارت څخه د یوې منطقوي اتاق په جوړېدو کې د ملاتړ غوښتنه وکړه چې د ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، آذربایجان او ترکیې ګډون پکې وي، او دا یې د افغانستان، سیمې او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ د پراخېدو لپاره یو مهم ګام وباله.
په پای کې، د جاپان سفیر، ښاغلي کورومیا تاکایوشي، ښاغلي مهمند ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د وړاندې شویو وړاندیزونو هرکلی وکړ او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق سره یې د سفارت د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه. نوموړي وویل چې سفارت چمتو دی څو له جیتو (د جاپان د بهرني تجارت سازمان) سره یو آنلاین کنفرانس جوړ کړي تر څو د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور اړیکې اسانه شي.
ښاغلي سفیر دا هم وویل چې راتلونکې میاشت به په دوبۍ کې د جاپان له منطقوي اتاق سره یوه ګډه ناسته ترسره شي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تر مشرۍ لاندې د یوې منطقوي اتاق د جوړېدو ملاتړ یې اعلان کړ.
پنجشنبه، د غويي ۴مه، ۱۴۰۴