د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ایران له ګڼ شمېر سوداګرو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند، د مشرتابه پلاوي د غړو ښاغلي سلطان محمد صافي او جان آقا صادقي په حضور کې، د ایران د صادراتو د اووم نندارتون په دویمه ورځ له ګڼ شمېر ایراني سوداګرو او پانګوالو سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ګډو پانګونو په اړه یې بحث وکړ.
 
ښاغلي مهمند، افغانستان د پانګونې لپاره ښه فرصت وباله او له ایراني سوداګرو یې وغوښتل چې په ځانګړې توګه د کانونو، برېښنا تولید او کرنې میکانیزه کولو برخو کې له افغان سوداګرو سره ګډې پانګونې وکړي.
نوموړي د نندارتونونو جوړېدل د کورنیو تولیداتو پېژندنې او د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخېدو لپاره مهم وبلل. هغه د اتاق د عامل پلاوي مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه چې سترې ایراني کمپنۍ وپیژني او د امام ابو حنیفه (رح) د څلورم ملي او نړیوال نندارتون د ګډون لپاره وهڅوي.
همداراز، د اتاق مشرتابه پلاوي د افغان سوداګرو په ملتیا د ایران د سوداګرۍ او صنایعو له رئیس او غړو سره هم وکتل او د سوداګریزو اړیکو د ښه والي په موخه یې بحث او نظریات تبادله کړل.
د ایران د سوداګرۍ او صنایعو رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ پر شته فرصتونو د تمرکز ترڅنګ، د خصوصي سکتور ترمنځ ګډو پانګونو ته د اقتصادي اړیکو د پراخېدو کلیدي رول ورکړ. نوموړي د دواړو اتاقونو ترمنځ د همکارۍ د یو تفاهملیک جوړول د ستونزو د حل او د سوداګرۍ د پراخوالي لپاره مهم وبلل.
ښاغلي مهمند، ایران د افغانستان لپاره د ګډ تجارت او ترانزیت شریک یاد کړ او د افغانستان بازارونه یې د ایراني صادراتو لپاره مناسب وبلل. نوموړي دا هم یادونه وکړه چې افغان سوداګر د ایران د دولتي ادارو لخوا د خپلو بانکي حسابونو له محدودیتونو سره مخ دي، او له ایراني لوري یې وغوښتل چې دغه ستونزې حل کړي تر څو افغان پانګوال وهڅول شي چې په ایران کې هم پانګونه وکړي.
د اتاق پلاوي او افغان سوداګرو د دې سفر پر مهال د خراسان رضوي او خراسان جنوبي د سیاحتي ارزښتیزو زنځیرونو له برخو هم لیدنه وکړه.
 
 
 
 
چهارشنبه، د غویی ۱۰مه ۱۴۰۴