د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ایران د اسلامي جمهوریت د صادراتي ظرفیتونو اووم نندارتون په سوداګریز پیوستون کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، سید جاوید برهان، د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، سلطان محمد صافي، ضیاالدین اچکزی او جان آقا صادقي د مشرتابه غړي د ایران اسلامي جمهوریت ته د سفر په ترڅ کې، د یاد هیواد د صادراتي ظرفیتونو د اووم نندارتون په څنډه کې د خصوصي سکتورونو ترمنځ په سوداګریزه ناسته کې ګډون وکړ.
 
په دې سفر کې نوموړی پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د سفیر مولوي فضل محمد حقاني، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معین مولوي صدر اعظم عثماني، او یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو له خوا ملتیا کېده.
په یاد سوداګریزه ناسته کې د ایران له لوري ښاغلي ډاکټر عثمان سالاري، د اسلامي شورا د قضايي کمیسیون غړی، ښاغلی توکلي، د صنایع او معادن د پارلماني کمیسیون غړی، ډاکټر رسولیان، د خواف د اوسپنې د ډبرو د شرکت رئیس، او یو شمېر ایراني سوداګر او پانګوال حاضر ول.
ښاغلي توکلي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د یاد نندارتون او د ایران او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر اهمیت خبرې وکړې او د تجارتي اړیکو د لا پراخوالي غوښتنه یې وکړه.
مولوي عثماني د ایران د حکومت د سکتوري مسؤلینو له هڅو څخه مننه وکړه، دا ډول نندارتونونه یې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ لپاره یو ښه فرصت وباله او ډاډ یې ورکړ چې د ایرانی سوداګرو لپاره به په افغانستان کې د سوداګرۍ اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي مهمند د ایران د چارواکو له لوري د افغانستان سره د تجارتي اړیکو د پراختیا په موخه د شویو ژمنو یادونه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دغه ژمنې دې عملي شي. نوموړي ایران د افغانستان یو ښه دوست او د دیني او فرهنګي مشترکاتو درلودونکی هېواد یاد کړ او دا هیواد یې د ترانزیت لپاره د وصل نقطه وباله.
نوموړي د چابهار بندر د افغانستان پر صادراتي مالونو د اسانتیاوو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او له ایراني چارواکو یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ستونزو په حل کې لا زیاتې هڅې وکړي، ترڅو خصوصي سکتورونه وکولای شي په امن فضا کې خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
ښاغلي مهمند د افغانستان د حکومت د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر آخند د وروستي سفر یادونه وکړه، چې په ترڅ کې یې له ایران سره د دوو کمیسیونونو پر جوړېدو موافقه شوې وه، او غوښتنه یې وکړه چې د دغو کمیسیونونو طرحې عملي شي.
د اتاق لومړي مرستیال، د افغانستان اوسني شرایط د پانګونې لپاره مناسب وبلل او ټول ایراني سوداګر یې د "امام ابو حنیفه (رح)" په نوم په کابل کې د اتاق له خوا جوړېدونکي څلورم ملي او نړیوال نندارتون ته د ګډون لپاره وهڅول. هغه له ایراني چارواکو وغوښتل چې د افغانستان پر صادراتي مالونو باندې ترجیحي تعرفې وټاکي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نوره هم زیاته شي.
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د غویی ۹مه، ۱۴۰۴