د اتاق، صادرونکو او د کام ایر او آریانا هوايي شرکتونو د مسوولینو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د واګې بندر د تړل کېدو له امله، چې د افغانستان صادرات د پاکستان له لارې هندوستان ته درولي، له صادرونکو او د کام ایر او آریانا د هوايي شرکتونو له مسوولینو سره ګډه ناسته ترسره کړه، تر څو د هوايي کارګو له لارې هندوستان ته د زراعتي محصولاتو د لېږد په موخه حل لارې ولټوي.
 
په دې ناسته کې ښاغلي خانجان الکوزی، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، میرزمان پوپل د اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، عبدالسلام کوهی د اتاق حقوقي سلاکار، امید حیدري د اتاق لوړپوړی سلاکار، د کام ایر او آریانا شرکتونو مسوولین او یو شمېر صادرونکي ګډون درلود.
ښاغلي پوپل، د ناستې ګډونوالو ته د اتاق په استازیتوب هرکلی ووایه، اتاق یې د خصوصي سکتور ملاتړی او له حکومت سره د اړیکو پل وباله، او د ناستې اساسي هدف یې د افغانستان د صادراتي توکو لپاره بدیلې لارې موندل وبلل. نوموړي د هند بازارونه د افغان زراعتي محصولاتو لپاره حیاتي وبلل او له هوايي شرکتونو یې وغوښتل چې د صادراتي توکو د انتقال په نرخونو کې له سوداګرو سره نوره همکاري وکړي.
ښاغلي پوپل، همداراز د چابهار بندر له لارې د صادراتو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به ډېر ژر د چابهار بندر له مسوولینو سره آنلاین ناسته ترسره کړي، تر څو د صادراتي توکو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي او صادرات خوندي او له نیمګړتیا پرته ترسره شي.
ښاغلي الکوزي د واګې بندر د بندېدو له امله د افغان سوداګرو د ستونزو یادونه وکړه او وچې مېوې یې د افغانستان له مهمو صادراتي توکو وبللې او د هېواد په اقتصاد کې یې ارزښتناک رول مهم وګاڼه. نوموړي له ټولو صادرونکو وغوښتل چې یوازې د هند په بازارونو تکیه ونه کړي، بلکې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د خپلو توکو لپاره نوي بازارونه هم ولټوي.
ښاغلي الکوزي پر دې هم ټینګار وکړ چې د هند هېواد ته د هوايي الوتنو شمېر زیات شي او له هوايي شرکتونو او صادرونکو یې وغوښتل چې خپلې نظریې او وړاندیزونه د صادراتو د لا زیاتې اسانتیا لپاره لیکلي اتاق ته وسپاري، تر څو اتاق یې حکومت ته وړاندې کړي.
صادرونکو د اتاق د هڅو له امله د صادراتو د بدیلو لارو موندلو په برخه کې مننه وکړه او له حکومتي مسوولینو یې وغوښتل چې د هوايي کارګو له لارې د صادراتو لپاره د ګمرکي خدمتونو اسانتیاوې برابرې کړي.
د هوايي شرکتونو مسوولینو ژمنه وکړه چې د اتاق د رهبري پلاوي او سوداګرو ټول نظریات او وړاندیزونه به د خپلو شرکتونو رهبري ته ورسوي او په راتلونکې ناسته کې به د خپلو پروازونو د کرایو جزییات هم شریک کړي.
 
 
 
 
 
 
شنبه، د غویی ۶مه، ۱۴۰۴