د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغلي محمد يونس مهمند د اتاق لومړی مرستيال، سيد جاويد برهان د مشرتابه پلاوي د بهرنيو اړيکو رئيس، سلطان محمد صافي، ضياءالدين اچکزی او جان آقاى صادقي د مشرتابه پلاوي غړي، ايران هېواد ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان د سفير، سوداګرو او پانګوالو په ملتيا د ايران د اسلامي جمهوريت د صادراتي وړتياوو د اووم نندارتون د پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ. ياد نندارتون د دغه هېواد د توليدي محصولاتو د معرفي لپاره جوړ شوی و.
ښاغلي مهمند د ايران د توليدي محصولاتو له غرفو څخه د ليدنې پر مهال د افغانستان د پانګونې اوسنۍ فرصتونه ايراني سوداګرو ته مفصل تشريح کړل او دغه ډول نندارتونونه يې د صادراتو د زياتوالي او د توليدي محصولاتو د معرفي لپاره مهم وبلل. نوموړي له ايراني سوداګرو وغوښتل چې د افغانستان له اوسني فرصتونو څخه ګټه واخلي او له افغان سوداګرو او پانګوالو سره په ګډه د هېواد په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د دې سفر پر مهال د ايران د صنعت او سوداګرۍ له وزير او د سوداګرۍ د پراختيا د سازمان له رئيس سره هم کتلي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په اړه يې خبرې وکړې. هغوی د ايران د ذوبآهن له توليدي فابريکو هم ليدنه وکړه او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ګډو سوداګريزو ناستو او نندارتونونو پر جوړېدو يې ټينګار وکړ.
مشرتابه پلاوي ايراني پانګوال وهڅول چې د امام ابوحنيفه (رح) په نوم د ملي او نړيوال نندارتون په څلورمه دوره کې، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا او د کورنيو او بهرنيو شرکتونو په ګډون په کابل ښار کې جوړېږي، د تېر کال په څېر پراخ ګډون وکړي.