د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل او د نړیوالو اړیکو د دیپارتمنت مسوول ښاغلي عبدالمتین غالب په حضور کې، له ښاغلي نیکولای، چې د روسیې د سفارت سوداګریز اتشه دی، سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي په اړه بحثونه وکړل.
ښاغلي نیکولای د کازان نندارتون، د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو اتاقونو د رئیسانو کنفرانس، د افغان سوداګرو او د مختلفو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزې ناستې، او د افغانستان – روسیې د سوداګریز فورم کنفرانس په اړه معلومات وړاندې کړل چې ټاکل شوې نږدې راتلونکي کې په کازان ښار کې جوړ شي. نوموړي د افغانستان د خصوصي سکتور د استازیتوب په توګه د اتاق له رهبري څخه غوښتنه وکړه چې په یاده نندارتون او غونډو کې ګډون وکړي. هغه همداراز وویل چې د یادو برنامو په څنډه کې به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون ترمنځ د همکاریو یو تفاهملیک هم لاسلیک شي.
ښاغلي مهمند، ښاغلي نیکولای ته د تود هرکلي ترڅنګ، د روسیې له سفارت او خلکو څخه د افغانستان له خصوصي سکتور او ولس سره د همکارۍ له امله مننه وکړه او یادې ناستې یې د سوداګرۍ د پراختیا، ګډو پانګونو، د تولیدي توکو د معرفي، او د مختلفو سکتورونو د سوداګرو ترمنځ د نظریاتو د تبادلې لپاره مهمې وبللې. نوموړي له ښاغلي نیکولای څخه وغوښتل چې د یادو کنفرانسونو په څنډه کې د اتاق د مشرتابه پلاوي او د روسیې د حکومتي چارواکو ترمنځ غونډې تنظیم کړي څو هغوی د افغان صادراتو پر توکو د ترجیحي تعرفو د وضعې او نورو سوداګریزو اسانتیاوو په برخه کې وهڅول شي