د افغانستان د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) غړیتوب په اړه د خصوصي سکتور د سوداګرو او پانګوالو د پوهاوي برنامه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ نړیوال سازمان د چارو ریاست له لوري او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ، د اتاق په کنفرانسونو تالار کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مالي او اداري مرستیالۍ سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ نړیوال سازمان د چارو رئیس ښاغلي عبدالوکیل مسلم، د بېلابېلو سوداګریزو اتحادیو مشران او استازي، د اتاق د ځینو څانګو مسوولین، سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.
 
ښاغلي میرزمان پوپل، د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د افغانستان د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب په برخه کې د هڅو په اړه خبرې وکړې. نوموړي د دې پوهاوي برنامه اهمیت، د دې سازمان د غړیتوب ګټې او اړتیاوې روښانه کړې او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د خپلو نظریاتو او رغنده وړاندیزونو په وړاندې کولو سره په دې پروسه کې ونډه واخلي.
ښاغلي عبدالوکیل مسلم، د دې غونډې په جوړولو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له همکارۍ مننه وکړه. نوموړي د دې برنامې موخه د خصوصي سکتور د غړو پوهاوی وباله او د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب ګټې یې په ګوته کړې. نوموړي د دې ګټو له جملې څخه د سوداګرۍ د ستونزو مخنیوی، د صنعت وده، نړیوالو بازارونو ته لاسرسی، پانګونې جذب، د سوداګریزو شخړو حل، د صادراتو زیاتوالی، د ښځینه سوداګرو لپاره د صنعتي شبکو پراختیا او نور موارد یاد کړل.
همدارنګه، د سوداګرۍ نړیوال سازمان کارپوه ښاغلي عبدالوهاب نظري له خوا ترتیب شوې معلوماتي پریزنټیشن ګډونوالو ته وړاندې شو. په دې غونډه کې ګډونوالو د یادو موضوعاتو په اړه پوښتنې وکړې او خپل نظریات او وړاندیزونه یې هم وړاندې کړل.
 
 
 
 
 
دوشنبه، مرغومی ١٧مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د ترکیې د پوهنې بنسټ له عمومي رئیس احمد توکو او مل پلاوي سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل. په دې کتنه کې د یاد بنسټ د فعالیتونو د پراختیا او د اتاق د همکاریو په اړه خبرې اترې وشوې.
 
احمد توکو د پوهنې بنسټ د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې دغه بنسټ د افغانستان په ګډون په څو آسیایي هېوادونو کې د تعلیم او تربیې د کچې د لوړولو په برخه کې فعالیت کوي. د نوموړي په وینا، په تېرو کلونو کې دغه بنسټ لسګونه افغان محصلین د وړیا بورسونو له لارې ترکیې ته د زده کړو لپاره لېږلي دي. هغه وویل چې په نږدې راتلونکي کې به یاد بنسټ په خوست او تخار ولایتونو کې ښوونځي پرانیزي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه یې وغوښتل چې د دې ښوونځیو د پرانیستې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند، ښاغلي احمد توکو او د ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په یوه ټولنه کې د علمي کدرونو شتون د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره اړین وګاڼه. هغه د لارښوونې، د اخلاقو او ارزښتونو د ترویج، د راتلونکو نسلونو د زده کړې او روزنې، اقتصادي او ټکنالوژیک پرمختګ، نړیوالې همغږۍ، د اقتصادي فکر د ودې، او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخو کې د علم ارزښت بیان کړ.
ښاغلي مهمند، د ترکیې د سفارت له لوري د افغانستان له خصوصي سکتور سره د همکارۍ مننه وکړه او په خوست او تخار کې د افغان-ترک ښوونځیو منظورولو هرکلی وکړ، او په بامیانو کې د سوداګرو غوښتنه چه دبنسټ له لوري د یوه ښوونځي جوړولوده ټینګار وکړ. نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د پوهنې وزارت د تعلیمي برنامو په رڼا کې د هېواد د بچیانو د علمي کچې د لوړولو په برخه کې له یاد بنسټ سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
 
 
 
 
 
شنبه، د مرغومي ۱۵مه کال، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلی محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د ښاغلي میر زمان پوپل، د اتاق د مالي او اداري مرستیال په حضور کې د فاریاب ولایت د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له رئیس ښاغلي عبدالمجید نیازی او ورسره سوداګرو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل او د یاد شوي اتاق د فعالیتونو او ستونزو په اړه بحث او نظریات تبادله کړل.
 
ښاغلي نیازی د اندخوی د اتاق فعالیتونو، د آقینه بندر شته فرصتونو او د اندخوی د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې شته ننګونو په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د وړاندیزونو په وړاندې کولو سره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لومړي مرستیال څخه وغوښتل چې د دوی د ستونزو د حل او د اندخوی د سوداګرو د وړاندیزونو لپاره د اړوندو حکومتي ادارو په همکارۍ لازم اقدامات وکړي.
ښاغلي مهمند، ښاغلي عبدالمجید نیازی او ورسره سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی خبرې، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او زیاته یې کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه تل هڅه کړې چې د سوداګرو او خصوصي سکتور د غړو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د ولایتونو شته فرصتونو ته په کتو سوداګر پانګونې ته وهڅوي. هغه ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه به د دوی وړاندیزونه او ستونزې د اړوندو حکومتي ادارو سره شریکې کړي او د اندخوی د اتاق د ستونزو د حل په برخه کې به هر اړخیزه همکاري وکړي.
 
 
 
چهارشنبه، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، او عصمت الله وردګ، د پانګونې مرستیال، د خان سټیل د سیخ ګول فابریکې مشر ښاغلي خان محمد وردګ، د حکومتي چارواکو، سوداګرو، او د رسنیو ګڼ شمېر استازو هم حضور درلود، د وارداتی ګول سیخونو او د خان سټیل سیخ ګول د کیفیت د څېړنو د پایلو خپرولو کنفرانس کې ګډون وکړ. دا کنفرانس د آریانا د لوړو زده کړو موسسې استادانو لخوا د خان سټیل سیخ ګول او وارداتي سیخ ګول د کیفیت پرتله کولو لپاره ترسره شوی و.
 
ښاغلي مهمند، د دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو استادانو او ښوونکو له خدمتونو څخه د ستاینې څرګندونه وکړه او د آریانا لوړو زده کړو موسسې له مسؤولینو څخه د دوی د څېړنو لپاره چې د تولیدي فابریکو د پانګه‌ والو هڅولو په ځانګړي ډول د خان سټیل د سیخ ګول لپاره ترسره شوې وې، مننه وکړه.هغه، د تولیدي فابریکو رول د خلکو د اړتیاوو پوره کولو، اقتصادي ودې، د ناخالص ملي تولید زیاتولو، صادراتو زیاتولو، د بهرني تجارت تقویه کولو، او د صنعتي او تولیدي زیربناوو پرمختګ لپاره خورا مهم وګاڼه.
د اتاق لومړي مرستیال د خان سټیل د تولیدي فابریکې له مسؤلینو څخه د نړیوالو معیارونو سره سم د دوی د تولید لپاره مننه وکړه او د تولیداتو د لا ښه کولو ټینګار یې وکړ. نوموړي له پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو څخه غوښتنه وکړه چې د اقتصادي ودې څرنګوالي، د سوداګرو هڅولو، او د ملت او حکومت ترمنځ د اړیکو ټینګولو لپاره لا زیاتې څېړنې ترسره کړي.
ښاغلي مهمند، د هغو ټولو سوداګرو څخه چې په مختلفو سکتورونو کې یې پانګونه کړې، مننه وکړه او د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګه‌والو څخه یې غوښتنه وکړه چې په ګډه په روغتیا، کانونو، زراعت او مالدارۍ برخو کې پانګونه وکړي ترڅو د ده په وینا "د یادو سکتورونو ستونزې حل شي."هغه، د حکومت له سکتوري ادارو سره د همکارۍ په چوکاټ کې د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره د آسانتیاوو په برابرولو کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
پنجشنبه، د مرغومي ۱۳، ۱۴۰۳
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په هغه مراسمو کې ګډون وکړ چې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لخوا د قرآنکریم د حافظانو د فراغت په مناسبت په ۵۰۰۰ بستریز اغوش روغتیایی او حمایوي مرکز کې جوړ شوی وو.
 
په دې غونډه کې چې د کورنیو چارو وزارت او نورو ادارو استازو ګډون کړی و، ښاغلي محمد یونس مهمند د مخدره موادو پر ضد معینیت له برنامو څخه مننه وکړه، کومې چې د بهرنیو مرستو پرته په خپلواکه توګه په ټول هېواد کې دوام لري. نوموړي دغه اقدام د مخدره موادو د ریښې ایستلو، د اعتیاد د مخنیوي او د ځوانانو د سالمې روزنې او کاري بوختیا لپاره مهم وباله.
ښاغلي مهمند زیاته کړه: "په تېرو دوو کلونو کې د دې برنامې په تطبیق سره د افغانستان ښارونه، په ځانګړې توګه کابل، د روږدو کسانو له شتون څخه پاک شوي دي. دغه معتادین وروسته له درملنې او روزنې، ټولنې ته بېرته ورګرځول شوي دي." نوموړي دا هم وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملي ادارې په توګه د حکومت له برنامو ملاتړ کوي او هیله لري چې د خصوصي سکتور سوداګر د دغو ځوانانو د کار ځواک څخه په تولیدي فابریکو او د هېواد اقتصادي پرمختګ کې اعظمي ګټه واخلي.
 
 
 
 
سه شنبه، د ۱۴۰۳ کال د مرغومي ۱۱ مه
 
 

ښاغلی محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال او ښاغلي عصمت الله وردګ، د اتاق د پانګونې مرستیال، د ځمکني مسافرو وړونکو اتحادیو او شرکتونو له مشرانو سره په مرکزي دفتر کې وکتل او د هغوی ستونزې یې وڅیړلې.
 
د ځمکني مسافرو وړونکو شرکتونو مسؤلینو په لویو لارو کې د لویو ترافیکي ستونزو، د ترافیکو د نشتوالي، او د ترافیکي پېښو په ځانګړي ډول د وروستیو دوه خونړیو پېښو په اړه خبرې وکړې. دغه پېښې څو ورځې وړاندې د کابل - کندهار لویې لارې په غزني ولایت کې د مسافر وړونکو بسونو او بار وړونکو لاريو ترمنځ شوې وې چې په پایله کې یې زموږ لسګونه هېوادوال شهیدان او ټپیان شول. په دې پېښو کې د سویل او لویدیځ زونونو د مسافر وړونکو شرکتونو مسؤلین د حکومت له خوا نیول شوي وو. هغوی د دې ستونزو د حل لپاره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلی محمد یونس مهمند، د ځمکني مسافرو وړونکو شرکتونو مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د کابل-کندهار په لویه لار کې د وروستیو پېښو د شهیدانو لپاره د دعا او ټپیانو ته د عاجلې شفاء هیله وکړه. نوموړي د معیاري ټرانسپورټ، معیاري سړکونو، د لویو لارو د ترافیک پولیسو، او د مسلکي او تخنیکي چلوونکو استخدام د ترافیکي پېښو په کمولو کې مهم وبلل. هغه زیاته کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د یادو پېښو په تړاو د هېواد د ترافیکي قانون او مقرراتو سره سم مرسته وکړي.
ښاغلي مهمند، د اړوندو حکومتي ارګانونو (د کورنیو چارو، ټرانسپورټ او عامې روغتیا وزارتونو، او د ترافیک ریاست) او د ځمکني مسافرو وړونکو او بار وړونکو شرکتونو ترمنځ همغږي، او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تخصصي کمیټې رول د پېښو په کمولو کې ډېر مهم وباله. هغه د چلوونکو لپاره د ټرافیکي او ټرانسپورټي قوانینو د زده کړو انسټیټوټ د جوړولو غوښتنه وکړه چې د حکومت له خوا د خصوصي سکتور په همکارۍ رامنځته شي.
د اتاق لومړي مرستيال، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ځمکني مسافرو وړونکو او بار وړونکو شرکتونو ترمنځ نږدې همکاري مهمه وبلله. نوموړي د دې ستونزو د حل لپاره د یوې تخصصي کمیټې د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې د ځمکني مسافرو وړونکو او بار وړونکو شرکتونو له استازو جوړه او د اتاق تر مشرتابه لاندې فعالیت وکړي. دغه کمیټه به په لویو لارو کې شته ستونزې په هر اړخیز ډول وڅیړي او د حکومتي ارګانونو په همکارۍ به تلپاتې حل لارې ومومي، تر څو د هېواد په لویو لارو کې د پېښو شمېر راکم شي.
ښاغلي عصمت الله وردګ د شرکتونو له خوا د ترافیکي قوانینو پلي کول، د مسلکي چلوونکو استخدام، او د لویو لارو په اوږدو کې د درنو ترافیکي شرایطو په نظر کې نیولو سره د چلوونکو له خوا احتیاط کول د پېښو په کمولو کې مهم وبلل. هغه غوښتنه وکړه چې د پېښو د مخنیوي او کمښت لپاره باید د حکومتي ارګانونو له خوا د شرکتونو مسؤلینو او تخنیکي برخو لپاره لنډ مهاله مسلکي او تخنیکي سیمینارونه جوړ شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به په دې برخه کې د دغو سیمینارونو جوړولو او شته ستونزو د حل په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
 
 
 
 
چهارشنبه، د ۱۴۰۳ کال د مرغومي ۱۲مه
 
 

مقالات دیگر...