د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د اندونیزیا له سفیر سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، هر یو: ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلی سید جاوید برهان، د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، او ښاغلی ضیاءالدین اچکزی، د مشرتابه غړی، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل، او د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي په حضور کې، له ښاغلي ناندا اوالیست، د اندونیزیا له سفیر سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو په اړه یی بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي مهمند، د ښاغلي ناندا اوالیست او د هغه د مل پلاوي هرکلی وکړ، د اتاق د فعالیتونو او تاریخچې په اړه معلومات وړاندې کړل، او اندونیزیا یې د افغانستان یو ښه دوست او د دیني مشترکاتو لرونکی هېواد وباله. نوموړي، سرتاسري امنیت، د کوکنارو د کښت مخنیوی، او د اداري فساد له منځه وړل د اسلامي امارت سترې لاسته راوړنې وبللې، او دا یې د افغانستان لپاره د پانګونې یوه ښه موقع وښوده. هغه د اندونیزیا له سفیر څخه وغوښتل چې د خپل هېواد سوداګر دې د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړي ډول د معادن په برخه کې پانګونې ته وهڅوي.
ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر ارقامو هم خبرې وکړې، او له اندونیزیایي حکومت څخه یې وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نوره هم پراخه شي. نوموړي له ښاغلي ناندا وغوښتل چې د کوکنارو د بدیل کښت، چې پنبه یې ښه بدیل کېدلی شي او د جامو د تولید لپاره خام مواد ګڼل کېږي، د افغان خصوصي سکتور او بزګرانو ملاتړ وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال همداراز، د "امام ابو حنیفه (رح)" په نوم د څلورم ملي او نړیوال نندارتون په اړه چې ټاکل شوې ده ژر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري د نورو هېوادونو د خصوصي سکتورونو په ګډون په کابل کې جوړ شي، ښاغلي سفیر ته معلومات وړاندې کړل او نوموړی یې د دغه نندارتون د پرانیستې مراسمو ته راوباله.
ښاغلي برهان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ګډو ناستو پر ارزښت ټینګار وکړ، تر څو ستونزې شریکې شي، نظریات تبادله شي، او د ګډو پانګونو لپاره فرصتونه وپیژندل شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د اندونیزیایي سوداګرو لپاره به د پانګونې زمینه برابره کړي، په ځانګړي ډول د معادن او تولیدي فابریکو په برخو کې.
ښاغلي پوپل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د توازن پر اړتیا ټینګار وکړ، او له سفیر څخه یې وغوښتل چې د افغانستان پر صادراتي مالونو د ترجیحي تعرفو د وضع کولو او د اندونیزیا د صادراتي معیارونو د شریکولو په برخه کې له اتاق سره همکاري وکړي.
نوموړي د سوداګریزو ناستو جوړېدل د سوداګرۍ په پراخوالي او د نظریاتو په تبادله کې مهم وبلل، او له سفیر څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې له اتاق سره همکاري وکړي.
ښاغلي ناندا اوالیست، اتاق ته د خپل راتګ اصلي هدف د خصوصي سکتور ستونزو ته رسیدنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا وبلله. نوموړي ژمنه وکړه چې د افغان سوداګرو لپاره به د ویزې د ورکړې په برخه کې آسانتیاوې برابرې کړي، افغان سوداګر به د اندونیزیا مهمو سوداګریزو کنفرانسونو ته دعوت کړي، او اندونیزیایي سوداګر به وهڅوي چې د افغان سوداګرو سره په بېلابېلو سکتورونو کې ګډې پانګونې وکړي او د "امام ابو حنیفه (رح)" نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي.
 
 
 
 
 
 
 
یکشنبه، د غبرګولي ١١مه، کال ۱۴۰۴