د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي ګډون په "ترمز ډیالوګ" کنفرانس کې

په ترمز ښار کې د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له‌خوا د "ترمز ډیالوګ" تر سرلیک لاندې کنفرانس جوړ شو، چې د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې د خصوصي سکتور د رول او اهمیت په اړه خبرې وشوې.
 
په دغه کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرستیال ښاغلی خیرالدین مایل احمدي، د اتاق د مشرتابه پلاوی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلی خان جان الکوزی، د افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، پاکستان، هندوستان، بنګله‌دېش، قزاقستان او نورو سیمه‌ییزو هېوادونو د حکومتونو او خصوصي سکتورونو استازو ګډون کړی و.
ښاغلي مایل افغانستان د سوداګرۍ، ترانزیت، کانونو او صنعت په برخو کې د پانګونې لپاره یو مناسب فرصت وباله او یاد فرصتونه یې د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې او سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره ارزښتناک وبلل. نوموړي د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د وارداتو او صادراتو د بهیر د اسانتیا لپاره د یو منظم میکانیزم پر جوړېدو ټینګار وکړ او دا ډول اسانتیاوې یې د سیمې د سوداګرۍ، ترانسپورت، او د ټاکلو تعرفو د مراعات لپاره مهمې وبللې.
ښاغلي الکوزي افغانستان د خپلې جغرافیایي موقعیت له مخې د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د ترانزیت پُل وباله او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د حکومتي ادارو سره په همغږۍ د ترانزیتي مالونو لپاره لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن وي.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د غبرګولي ۷مه، ۱۴۰۴