د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رهبري پلاوي د هرات ولایت د ستر لمریز برېښنا فابریکې د پرانستنې مراسمو کې ګډون وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هرات ولایت سفر پر مهال د دې ولایت د ستر لمریز برېښنا فابریکې د پرانستنې په مراسمو کې ګډون وکړ.
 
په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د هرات والي، د برشنا شرکت رئیس عبدالباري عمر، د هرات د سوداګرۍ اتاق مرستیال عبدالله دشتي، د اعتماد سولر شرکت رئیس احمدشاه فقیري، د ۷۷ شرکت مسؤلین، یو شمېر دولتي چارواکو او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون درلود.
ښاغلي مهمند د اعتماد سولر او ۷۷ شرکتونو ته د یادې فابریکې د پرانیستې مبارکي وویله او دا پروژه یې د هرات ولایت لپاره یوه ستره او بنسټیزه پروژه وبلله، چې د دې ولایت د اقتصاد په ودې کې مهم رول لوبولی شي.
نوموړي دا ډول ګډې پانګونې او پروژې د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د هېواد د ځان بسیا کېدو لپاره مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې پانګوال دې د سترو شرکتونو په جوړولو کې ونډه واخلي.
ښاغلي مهمند وویل: «افغانستان دا مهال په ۱۳۸ قلمه تولیداتو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او هیله لرو چې د برېښنا تولید په برخه کې هم دې هدف ته ورسېږو.» نوموړي د چابهار بندر څخه د لا ډېرې استفادې، او د ګاونډیو هېوادونو د بندرونو د پرانیستو غوښتنه هم وکړه.
د اتاق مرستیال د روسیې له سفر څخه هم یادونه وکړه او ویې ویل، دا یو له مهمو سفرونو څخه و، چې پکې د روسیې حکومت ژمنه وکړه څو د افغانستان پر صادراتي توکو ګمرکي تعرفې لغوه کړي. نوموړي د زراعتي دواګانو کارول د صادراتو لپاره مهم وبلل او د دوی پر بې ضرره والي یې ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند د وارداتي سوداګرو لپاره د ثابت مالیې د پلي کېدو خبر ورکړ، چې دا به یو مثبت ګام وي. هغه همداراز افغان سوداګرو ته د ویزو د اسانتیاوو او له اماراتو سره د سوداګرۍ د پراخوالي زیرۍ هم ورکړه.
 
 
 
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ د غبرګولي ۱۰مه