د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغلی محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلی خانجان الکوزی د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، او ښاغلی محمد داود یوسفزی د مشرتابه پلاوي غړی، د ښاغلو میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، محمد انور عارفي د پالیسي او تخنیکي مرستیال، عبدالسلام کوهي (حقوقي مشاور)، او د نړیوالو اړیکو او دولت سره د اړیکو د دیپارتمنټونو مسئولینو په حضور کې، د قرغیزستان له نوي ټاکل شوي سفیر ښاغلي تودراکون سیدیکوف سره، د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قرغیزستان تر منځ د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د پراختیا په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي مهمند د ښاغلي سیدیکوف هرکلی وکړ او د افغانستان د جغرافیوي موقعیت اهمیت ته اشاره وکړه چې دا هېواد د جنوبي آسیا، منځنۍ آسیا، چین او روسیې تر منځ د وصل نقطه ده. نوموړي د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د اسانتیاوو رامنځته کول د سوداګریزو غونډو، پانګونې او سوداګرۍ پراختیا لپاره ډېر مهم وبلل.
ښاغلي مهمند د یو سیمهییز ګډ اتاق د رامنځته کېدو وړاندیز وکړ، چې باید د افغانستان، قرغیزستان، قزاقستان، ترکیې، ازبکستان، ترکمنستان او آذربایجان هېوادونو تر منځ وي. نوموړي دغه طرحه د سیمې د سوداګرۍ د ودې لپاره مهمه وبلله، او د هېوادونو تر منځ د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
همداراز، نوموړي د امام ابوحنیفه (رح) څلورم نندارتون په اړه هم معلومات وړاندې کړل چې ټاکل شوې د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لهخوا په کابل کې ترسره شي، او د قرغیزستان سفیر ته یې بلنه ورکړه چې په دې نندارتون کې ګډون وکړي او قرغیزي شرکتونه هم وهڅوي چې ګډون وکړي.
ښاغلي الکوزي د افغانستان جغرافیه د ترانزیت له نظره مهمه وبلله، او ویې ویل چې دا مسیر د منځنۍ آسیا هېوادونو ته تر ټولو ارزانه او لنډه لاره ده.
ښاغلي یوسفزي له قرغیزستان سره پر سوداګرۍ، په ځانګړي ډول د نفتو وارداتو باندې خوښي څرګنده کړه، او پر نورو برخو کې د سوداګرۍ پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
ښاغلي پوپل د افغانستان او قرغیزستان تر منځ د سوداګرۍ وضعیت بیان کړ او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ حجم یې لږ وباله. نوموړي پر صادراتي تعرفو کې د ترجیحي شرایطو او د ویزو پر اسانتیاوو ټینګار وکړ.
ښاغلي سیدیکوف له اتاق نه د بلنې مننه وکړه، د مشرتابه پلاوي خبرې یې ګټورې وبللې، او د سیمهییز ګډ اتاق د طرحې ملاتړ یې اعلان کړ. هغه ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ به د سوداګرو لپاره د دوه اړخیزو غونډو، سفرونو او ګډو پانګونو برخه کې همکاري وکړي.
سفیر غوښتنه وکړه چې د وارداتو او صادراتو لیست له سفارت سره شریک شي، او همداراز، د هغو پروژو په اړه معلومات ورکړل شي چې دواړو هېوادونو ته د ګډو پانګونو اړتیا لري. نوموړي د افغان سوداګرو لپاره د ویزو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې یوه ورځ مخکې، ښاغلي محمد انور عارفي هم له ښاغلي سیدیکوف سره د قرغیزستان په سفارت کې لیدنه کړې وه، او نوموړی یې د اتاق مرکزي دفتر ته د لیدنې او د مشرتابه پلاوي سره د ناستې لپاره را بللی و. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو غونډو، د خصوصي سکتور تر منځ د اړیکو د پراخولو کنفرانس، او آنلاین ناستو د تنظیم په اړه خبرې کړې وې.
یکشنبه، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۱۱مه