د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلی خان محمد سرفراز باز، ښاغلی شیرینآغا سخی د مشرتابه پلاوي مالي رئیس، ښاغلی سید جاوید برهان د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، ښاغلی ضیاءالدین اچکزی او ښاغلی محمد داوود یوسفزی د مشرتابه پلاوي غړي، او ښاغلی میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، له ښاغلي مولوي نورالدین ترابي، د هېواد د طبیعي پېښو سره د مبارزې له عمومي رئیس سره وکتل.
ښاغلي باز د سپین بولدک، قندهار کې د وروستي اورلګیدنې د مهارولو په برخه کې د ښاغلي ترابي له هڅو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې سوداګرۍ او پانګونې اتاق به سوداګر هڅوي څو په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي او خپلو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.
ښاغلي اچکزي د حکومت دا ډول اقدامات د پانګهوالو د مالي زیانونو د مخنیوي لپاره مهم وبلل او دا یې په افغانستان کې د پانګونې د هڅونې په برخه کې یو مثبت ګام وباله.
ښاغلي ترابي د اتاق مشرتابه پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، د خپل ادارې د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او د خصوصي سکتور رول یې د هېواد د اقتصاد په وده او د کار زمینه برابرولو کې ارزښتناک وباله. هغه ژمنه وکړه چې د طبیعي پېښو په وړاندې به په چټک ډول اقدام کوي او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
چهارشنبه، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۷مه