د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل په حضور کې له ښاغلي سیناریل بکش او یو شمېر هندي سوداګرو سره په مرکزي دفتر کې وکتل او د دوی د سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې او نظریات تبادله کړل.
ښاغلي سیناریل بکش، له افغان سوداګرو سره د تجارتي توکو د تبادلې په برخه کې د موجودو ستونزو یادونه وکړه او له لومړي مرستیال څخه یې د ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند، ښاغلي سیناریل بکش او د هغه د ملګرو راتګ ته هرکلی ووایه او هند یې د افغانستان یو ښه دوست او اقتصادي - تجارتي شریک وباله. هغه ډاډ ورکړ چې اتاق به د اساسنامې له مخې د خصوصي سکتور د تجارتي ستونزو په حل کې هر اړخیزه همکاري کوي.