د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړو ښاغلو خانجان الکوزی د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، سلطان محمد صافي د اتاقمدیره پلاوي غړی، احمد شاه حکیمي د کابل د سوداګرۍ اتاق لومړی مرستیال او میر زمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري چارو سرپرست مرستیال سره یو ځای، د روسیې د داغستان جمهوریت د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له مرستیال ښاغلي ارسلان علي او د هغوی له مل پلاوي سره، چې پکې ښاغلی محمد آجان حبیبي د زال زر شرکت رئیس هم شامل و، د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ګډو سوداګریزو او پانګوالو همکاریو د پراختیا په اړه مفصل بحث وشو. ښاغلي ارسلان د داغستان د اتاق د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، ویې ویل چې دا اتاق له ۲۰ زیاتو هیوادونو سره سوداګري کوي او په ۱۸ سکتورونو کې فعال دی. هغه د افغان او داغستاني سوداګرو ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ پراخولو ته د داغستاني پانګهوالو لیوالتیا څرګنده کړه.
ښاغلي ارسلان وویل، چې له افغانستان څخه د لا زیاتو معلوماتو تر ترلاسه کولو وروسته به له یوه پلاوي سره کابل ته راشي څو له افغان سوداګرو سره د تفاهملیکونو د لاسلیک او همکاریو په اړه خبرې وکړي. نوموړي په کابل کې د روسي محصولاتو ځانګړی نندارتون جوړولو ته هم چمتووالی وښود او د دې لپاره یې د اتاق همکاري وغوښته.
ښاغلي مهمند د داغستان د اتاق مرستیال او د هغوی پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د افغانستان د سوداګرۍ اتاق د ۹۳ کلنو فعالیتونو په اړه مفصل معلومات ورکړل. هغه د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت، د فساد له منځه وړلو، او د کوکنارو د کر پراخ بندیز له امله د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو لیوالتیا زیاته وبلله.
نوموړي د امام ابو حنیفه (رح) د ملي او نړیوال نندارتون په اړه هم معلومات ورکړل، چې هر کال به په کابل کې جوړېږي، او د داغستان د اتاق له مرستیال څخه یې وغوښتل چې داغستاني سوداګر دې نندارتون ته وهڅوي، چې ښاغلي ارسلان هم دا غوښتنه ومنله.
ښاغلي الکوزي د افغانستان او روسیې ترمنځ د پخوانیو سوداګریزو اړیکو یادونه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د نویو بدلونونو له امله، له روسیې سره سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي. هغه د داغستان د اتاق له مرستیال څخه وغوښتل چې پانګهوال دې د کانونو، کرنې او برېښنا تولید برخو ته راجلب کړي.
ښاغلي صافي د سوداګرۍ، ترانزیت او پانګونې فرصتونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې افغان سوداګر د داغستاني سوداګرو سره د اړیکو پراختیا یو ښه ګام ګڼي.
سې شنبه، د غويي ۲مه، ۱۴۰۴