د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي دیرشمه غونډه ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د درېیم پړاو دیرشمه غونډه د ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د عمومي رئیس په مشرۍ د
ښاغلي محمد یونس مهمند، د مشرتابه پلاوي لومړی مرستیال؛
ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مشرتابه پلاوي د سوداګرۍ مرستیال؛ ښاغلي عصمت الله وردګ، د مشرتابه پلاوي پانګونې مرستیال؛ ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مشرتابه پلاوي د دارالانشاء رئیس؛ ښاغلي شیرین آغا سخي، د مشرتابه پلاوي د مالي چارو رئیس؛ ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس؛
او د مشرتابه پلاوي نور غړي: سلطان محمد صافي، خانجان الکوزی، محمد داود یوسفزی، محمد گردیزی، ذکریا بریالی، سید پرویز سادات هوفیانی، ضیاءالدین اچکزی، جان آقاصادقی، بهادر خیرخواه، فواد دوست او احمد شکیب احمدیار په حضور کې ترسره شوه.
همداراز، ښاغلي عبدالحامد حمیدی، د څارنې پلاوي رئیس، ښاغلي عبدالمتین قلندري، د څارنې پلاوي منشي، ښاغلي ناصر صمیم، د څارنې پلاوي غړی، ښاغلي میر زمان پوپل، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، او ښاغلي محمد انور عارفي، د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال، هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې، د دیرشمي غونډې اجندا، د نهه ویشتمې غونډې د پرېکړو لوستل او د هغې د صورت جلسې لاسلیک، د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز له خوا وړاندې شول.
وروسته، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل له خوا راپورونه او وړاندیزونه، غونډې ته وړاندې شول.
په غونډه کې د ۱۴۰۴ مالي کال د تشکیلاتو او بودیجې تر څنګ، د مشرتابه پلاوي او عامل ریاست لخوا پر نورو وړاندیزونو هم بحث وشو، او اړینې پرېکړې ونیول شوې.
 
 
 
 
 
دوشنبه، د غويي مياشتې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴