د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د کابل – ارومچي اونیزو الوتنو د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کابل او د چین د ارومچي ښار ترمنځ د آریانا هوايي شرکت اونیزو سوداګریزو الوتنو د پيل په مناسبت په مطبوعاتي ناسته کې ګډون وکړ. دا ناسته د کابل ګراند هوټل کې د معادن او پټرولیم وزیر، د افغانستان بانک عمومي رئیس، د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو معینانو، د چین د خلق جمهوریت سفیر، او د آریانا هوايي شرکت رئیس په حضور کې جوړه شوې وه.
 
ښاغلي مهمند د آریانا هوايي شرکت د پخوا فعالیتونو او د څلورو لسیزو جګړو له امله رامنځته شویو ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل چې خوشبختانه آریانا شرکت په تېرو درې کلونو کې توانېدلی خپل پخوانی ظرفیت بېرته تر لاسه کړي. نوموړي د کابل – ارومچي د مستقیمو اونیزو الوتنو پیل د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراخېدو کې یو مثبت ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د هوايي سوداګرۍ او اورګاډي لارو تر څنګ، د واخان دهلېز هم وکولای شي د سوداګرۍ او ترانزیت د وصل یوه مهمه لاره شي او له افغانستانه د چین له لارې اروپا ته وصل رامنځته کړي. نوموړي له چین څخه وغوښتل چې د واخان دهلېز پراختیا ته پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند د چین سره مستقیمې سوداګریزې – اقتصادي اړیکې د افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ د ودې لپاره مهمې وبللې او زیاته یې کړه چې افغان سوداګر چې له چین سره سوداګري کوي، د کابل – ارومچي د الوتنو هرکلی کوي او له دې لارې به خپلو صادراتو ته، په ځانګړي ډول د جلغوزیو په برخه کې، دوام ورکړي. نوموړي له چین څخه د ویزو د ورکړې د آسانتیاوو او همداراز د تېر دوه کلونو په ترڅ کې د صادراتي توکو، په ځانګړي ډول د شکرپاره لپاره د تعرفو د تخفیف له امله مننه او قدرداني وکړه، او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د لا همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د چین د یووې ښار کې د افغان سوداګرو او شرکتونو د فعالیتونو یادونه وکړه او له د چین دولت او آریانا شرکت څخه یې غوښتنه وکړه چې د کابل – یوو لپاره هم په اونۍ کې یوه الوتنه ځانګړې کړي.
د آریانا هوايي شرکت رئیس وویل چې دوی به خصوصي سکتور ته لومړیتوب ورکړي او هر اړخیزه همکاري به ورسره وکړي.
د چین محترم سفیر وویل چې د افغانستان او چین ترمنځ سوداګرۍ ۱۹ سلنه ډېروالی موندلی او ژمنه یې وکړه چې د چین سفارت به له افغان خصوصي سکتور سره هر ډول همکاري وکړي.
 
 
 
 
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۴ کال د وري ۳۱مه