د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د ننګرهار د اتاق له مشرتابه سره لیدنه وکړه

ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ښاغلیو: خان محمد سرفراز باز د مشرتابه پلاوي د دارالانشاء رئیس، سید جاوید برهان د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، سلطان محمد صافي او ضیاءالدین اچکزی د مدیره پلاوي غړي، او میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست په شتون کې، له ښاغلي عتیق الله مومن زاده د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس او د یاد ولایت له یو شمېر مخکښو سوداګرو سره، د اتاق په مرکزي دفتر کې ولیدل، او د اوسنیو ستونزو او د سوداګرۍ د پراختیا په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي مومن زاده د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره پر شته ستونزو خبرې وکړې، او له عمومي رئیس څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره، له سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې له اړوندو حکومتي ادارو سره ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي توکل احمدیار، د ننګرهار د اتاق رئیس او د یاد ولایت سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د سوداګرۍ اتاق یې د خصوصي سکتور او حکومت ترمنځ د ارتباط پُل وباله، او له ټولو ګاونډیو، سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره یې د افغانستان د ملي ګټو د ساتنې تر چتر لاندې د سوداګرۍ د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي، له سیمې سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو ښه‌والی د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره مهم وباله، او زیاته یې کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به تل هڅه وکړي څو د سوداګرو او پانګه‌والو ستونزو ته رسېدنه وشي او له بېلابېلو هېوادونو سره د سوداګرۍ، پانګونې او ترانزیت په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
 
 
 
 
 
 
شنبه، د وري ۳۰مه، ۱۴۰۳