د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي له هغو افغان سوداګرو سره چې په پاکستان کې مېشت دي، لیدنه وکړه

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، او ښاغلی خانجان الکوزی، د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزی په مشرۍ د حکومتي پلاوي په چوکاټ کې اسلام‌ آباد ته سفر وکړ. دوی له یو شمېر مهاجرینو او افغان سوداګرو سره چې هلته مېشت دي، ولیدل او د راستنېدونکو سوداګرو سره د خصوصي سکتور د همکارۍ په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي مهمند د افغان سوداګرو خبرې او ستونزې واورېدې او ویې ویل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل په سختو شرایطو کې هم مهاجرینو او راستنېدونکو سوداګرو ته مرسته کړې ده، او په مرکز او ولایتونو کې له راستنېدونکو سوداګرو او پانګوالو سره هر ډول لازمه همکاري کوي.
د اتاق لومړي مرستیال د حکومت د مشرتابه مقام د وروستي فرمان یادونه وکړه چې پکې د افغانستان له نړیوالو اړیکو، د صادراتو او وارداتو له پراختیا یادونه شوې. هغه زیاته کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق دروازې د ټولو ولایتونو په کچه د راستنېدونکو سوداګرو پر مخ پرانیستې دي او موږ به لازمه همکاري کوو.
ښاغلي عزیزی ټینګار وکړ چې حکومت له مهاجرینو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي. هغه وویل، د مهاجرینو د داوطلبانه راستنیدو، بیا مېشتېدو او د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره پراخ اقدامات پیل شوي دي. نوموړي د مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره د لوړې کچې کمیسیون، د راستنېدونکو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره ځانګړی کمپ، او همدارنګه د مالیاتي او ګمرکي معافیتونو یادونه هم وکړه.
د یادونه وړ ده چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او ترانسپورت پر وړاندې د شته خنډونو ارزونه او حل، او همداراز د پاکستان مېشتو افغان مهاجرینو ستونزو ته د حل لارو موندل دي.
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د وري ٢٨مه، کال ۱۴۰۴