ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، او ښاغلی خانجان الکوزی، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی او د افغانستان – پاکستان د ګډ اتاق رئیس، چې د هېواد د خصوصي سکتور په استازیتوب د حکومت له لوړپوړي پلاوي سره اسلاماباد ته تللي وو، د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون د اتاقونو له عمومي رئیس ښاغلي عاطف اکرم شیخ سره یې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي خان محمد فروتن، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو اتاق د مشرتابه پلاوي رئیس، هم ګډون درلود.
ښاغلي مهمند په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت پر وړاندې پر شته ستونزو مفصلې خبرې وکړې او د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو برابرول یې د دواړو هېوادونو د خلکو او خصوصي سکتورونو لپاره ګټور وبلل. نوموړي هیله وښوده چې د دواړو هېوادونو خصوصي سکتورونه به وکولای شي دا ستونزې له خپلو حکومتونو سره شریکې کړي او یوه دایمي حللاره ورته پیدا کړي.
ښاغلي مهمند زیاته کړه: افغانستان تر دې دمه د پاکستان د ترانزیتي توکو د منځنۍ آسیا پر لور هیڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته کړې، او تمه دا ده چې د پاکستان حکومت هم ورته چلند وکړي او د افغانستان د تجارتي او ترانزیتي توکو پرمخ لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي د روان کال په ترڅ کې په افغانستان کې د «څلورم ملي او نړیوال نندارتون امام ابو حنیفه (رح)» د جوړېدو په اړه معلومات ورکړل او د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون د اتاقونو له عمومي رئیس څخه یې غوښتنه وکړه چې پاکستانی تجاران دې یاد نندارتون ته د پراخ ګډون لپاره وهڅوي.
ښاغلي خانجان الکوزي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او د تجارتي او ترانزیتي ستونزو د حل ټینګار وکړ او دا یې د خصوصي سکتورونو، او همداراز د افغانستان او پاکستان د اقتصادي ودې لپاره ګټور وباله. هغه زیاته کړه: موږ تل هڅه کړې چې سوداګري او اقتصاد له نورو موضوعاتو جلا وساتو ترڅو زموږ تجاران وکولای شي له سیاسي ستونزو لرې خپل تجارت او ترانزیت ته دوام ورکړي.
په دې ناسته کې د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون عمومي رئیس د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو هڅې د شته تجارتي او ترانزیتي ستونزو په حل کې ارزښتناکې وبللې او ټینګار یې وکړ چې د خصوصي سکتورونو استازي باید ستونزې له خپلو حکومتونو سره شریکې کړي او د حل لارې ورته پیدا کړي.
جمعه، د ۱۴۰۴ کال د وري ۲۹مه