د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او یو شمېر هېوادوالو سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د دارالانشا رئیس خان محمد سرفراز باز، د ننګرهار د اتاق رئیس عتیق‌الله مومن‌زاده، د افغان-پاک ګډ اتاق اجرائیه رئیس نقیب‌الله صافي او یو شمېر سوداګرو، له ښاغلي نورالدین عزیزي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست وزیر سره ولیدل او د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي سرفراز باز، د هغو وارداتي توکو د بندېدو ستونزه یاده کړه چې د هند څخه اخیستل شوي او د واګه او کراچۍ بندرونو کې بند پاتې دي، او له ښاغلي وزیر نه یې وغوښتل چې د پاکستان له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د یادو توکو د خوشې کولو په برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي عزیزی د خان محمد سرفراز باز او نورو سوداګرو تود هرکلی وکړ، د دوی خبرې یې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د بند پاتې مالونو د خوشې کولو په برخه کې به هر اړخیزه همکاري کوي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د حکومت اړوندو ادارو د هڅو په پایله کې، پرون د پاکستان حکومت ژمنه وکړه چې د واګه بندر به د افغانستان د ټولو صادراتي توکو لپاره پرانیزي.
 
 
 
 
 
پنج‌شنبه، د غویی ۱۱مه، ۱۴۰۴