د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو د ترانزیټي ستونزو د حل په موخه له ښاغلي مولوي امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره وکتل او د شته ستونزو او د هغو د حل لارو چارو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
په دې لیدنه کې، د اتاق له خوا ښاغلي خانمحمد سرفراز باز، د مشرتابه پلاوي د دارالانشاء رئیس، ښاغلی خانجان الکوزی، د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، ښاغلی سید پرویز سادات هوفیاني، د مشرتابه پلاوي غړی، ښاغلی عتیقالله مومنزاده، د ننګرهار د اتاق رئیس، ښاغلی همایون خواجهزاده، د کابل د اتاق تجارتي مرستیال، ښاغلی میرویس کتوازی، د ګډ اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، ښاغلی نقیبالله صافي، د ګډ اتاق اجرائیه رئیس او د هېواد یو شمېر نور سوداګر ګډون درلود.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه، د کابل او ننګرهار د ولایتي اتاقونو له مشرتابه سره یو ځای، خپلې ټولې ستونزې، په ځانګړي ډول له پاکستان سره شته لنډمهاله او اوږدمهاله تجارتي ستونزې د بهرنیو چارو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او ټینګار یې وکړ چې باید ژر تر ژره د حل لپاره اقدام وشي.
افغان سوداګرو، د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له امله د رامنځته شویو ترانزیټي ستونزو ته په اشارې، له ښاغلي وزیر څخه وغوښتل چې له پاکستاني او هندي لوریو سره خبرې اترې وکړي، تر څو د افغان سوداګرو مالونو ته د ترانزیټ آسانتیا برابره شي. دوی زیاته کړه چې دا مهال د افغان سوداګرو ډېر توکي د پاکستان په کراچۍ او واګه بندرونو کې بند پاتې دي چې باید ژر تر ژره د عبور اجازه ورکړل شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، افغان سوداګرو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغان سوداګرو له ټولو ستونزو خبر دی او د بهرنیو چارو وزارت تخنیکي همکاران د حل لپاره کار پیل کړی، چې ډېر ژر به له ډیپلوماټیکو لارو حل لارې وموندل شي. نوموړي همداراز د سیمې د سوداګرۍ او د ترانزیټ د بهیر اهمیت په اړه له مشرتابه پلاوي او سوداګرو سره مفصل معلومات شریک کړل.
شنبه، د غویی ۱۳مه کال ۱۴۰۴