د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان او د سیمې هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ناسته ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي سید جاوید برهان، د مشرتابه پلاوي د غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، یو شمېر افغان او د سیمې هېوادونو له سوداګرو سره یو ځای، د ایران د اووم صاداراتي نندارتون په څلورمه ورځ کې د افغانستان او د سیمې هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په ناسته کې ګډون وکړ او سوداګر یې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول.
 
ایراني سوداګرو د افغانستان له سوداګرو سره په بېلابېلو اقتصادي برخو، په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج په برخه کې، د ګډو پانګونو د چمتووالي څرګندونه وکړه او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د اړوندو حکومتي چارواکو په همغږۍ د دوی لپاره د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي برهان، د هېواد روان فرصتونه په تفصیل سره ګډون کوونکو سوداګرو ته تشریح کړل او هغوی یې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه ترڅو د خپلو پانګونو په اړه له حکومتي چارواکو او د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق سره تفصیلي خبرې وکړي. هغه زیاته کړه: "موږ چمتو یو چې د ایران اسلامي جمهوریت سوداګر د افغانستان بازارونو سره وصل کړو، او غوره به دا وي چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ یوه هوکړه‌لیک لاسلیک شي ترڅو چارې د یوه منظم کانال له لارې پر مخ یووړل شي."
ښاغلي اچکزي هم د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ په اړه نظر څرګند کړ او د سوداګرۍ د پراخوالي او اسانتیاوو پر رامنځته کولو یې ټینګار وکړ.
همداراز د همدې ورځې په پای کې، د اتاق مشرتابه د ایران د صنعت او سوداګرۍ له وزارت مسؤلینو سره هم وکتل، د نندارتون د تنظیم او د افغان سوداګرو د هرکلي په اړه یې خپل نظرونه وړاندې کړل، او د افغان سوداګرو وړاندیزونه او نیوکې یې هم له دوی سره شریکې کړې.
 
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۴ کال د ثور ۱۰مه