د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړو ښاغلي خیرالدین مایل احمدی د اتاق تجارتي مرستیال، ښاغلي خان محمد سرفراز باز د مشرتابه پلاوي د دارالانشاء رئیس، ښاغلي سلطان محمد صافي، ښاغلي سید پرویز سادات هوفیاني، او ښاغلي محمد داود یوسفزی د مشرتابه پلاوي غړي، ښاغلي جان آقا صادقي دنفت اوگاز کمیته رئیس ښاغلي میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست چې د ښاغلي ګل مراد عرب د ننګرهار د اتاق د مشرتابه غړی، حاجي عبیدالله نورزی د نیمروز ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس،زربت خان دلوګرولایت دمدیره هیات غړی او یو شمېر مطرحو سوداګرو او پانګوالو له خوا یې ملتیا کېده، د روسیې هېواد د کازان ښار د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
یادو مشرانو د سیمې د هېوادونو له تولیدي غرفو لیدنه وکړه او د بیلابیلو هېوادونو له سوداګرو سره یې د افغانستان په اقتصادي فرصتونو خبرې وکړې، څو هغوی پانګونې ته وهڅوي.
د سفر په ترڅ کې د اتاق مشرتابه پلاوي د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق له مرستیال سره هم لیدنه وکړه. د دې لیدنې پر مهال، ښاغلي مایل د افغانستان اوسني فرصتونه په تفصیل تشریح کړل او له روسي لوري یې وغوښتل چې خپل پانګهوال د افغانستان له خصوصي سکتور سره ګډو پانګونو ته وهڅوي.
نوموړي همداراز د دوو هېوادونو ترمنځ د ګډو نندارتونونو د ترسره کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي سرفراز باز د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي ستونزو د حل او سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه، څو د خصوصي سکتور ترمنځ خوندي تجارتي تبادلې ترسره شي.
ښاغلي پوپل بیا د افغان صادراتي مالونو لپاره د ترجیحی تعرفو، ترانزیتي او ګمرکي اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او له روسي لوري یې وغوښتل چې دغه برخو ته جدي پام وکړي.
پنجشنبه، ۱۴۰۴ د غويي ۲۵مه