د اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست په افغانستان کې د اکتید مؤسسې له سلاکار سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل، د اکتید مؤسسې له سلاکار ښاغلي جوناتن روبینسن او د هغه له ملګرو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د دواړو لورو ترمنځ د ګډو همکاریو پر امکاناتو بحث او نظریات تبادله کړل.
 
ښاغلي روبینسن، د اکتید مؤسسې د فعالیت ساحې او پلي شویو پروژو په اړه چې میکانیزه کرنه، د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، او د هېواد د صادراتو وده پکې شامله ده، ښاغلي پوپل ته معلومات وړاندې کړل او ترې یې غوښتنه وکړه چې په دې برخو کې له مؤسسې سره د همکاریو زمینه برابره کړي.
ښاغلي پوپل، د اکتید مؤسسې سلاکار او د هغه ملګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د مؤسسو رول د کوچنیو او منځنیو متشبثینو د وده او د کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې ارزښتناک وباله او غوښتنه یی وکړه چې د یادو متشبثینو د ملاتړ په برخه کې له اتاق سره همکاري وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د ټولګټو بنسټیزو پروژو په پلي کېدو کې به د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هر اړخیزه همکاري کوي او د اتاق او یادې مؤسسې ترمنځ د دوامدارو ناستو پر ضرورت یې ټینګار وکړ.
 
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د ۱۴۰۴ د غویی ۳۰مه