د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه پلاوي سره د خیرخواه مارکېټ دوکاندارانو او د بریښنایي وسایلو د تخصصي کمېټې غړو لخوا شته ستونزې شریکې شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، محترم محمد یونس مهمند، د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د دولت سره د اړیکو د دیپارتمنت مسؤول ښاغلي صمیم هاشمي، او د بریښنایي وسایلو د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي محمد ابراهیم رسولی په حضور کې، له یو شمېر هغو دوکاندارانو سره لیدنه وکړه چې د ۱۳۹۷ هـ.ش کال د اورلګیدنې له امله یې په خیرخواه مارکېټ کې زیان لیدلی و، او د دوی ستونزې یې واورېدې.
 
ښاغلي رسولی، د ۱۳۹۷ هـ.ش کال د کابل د نادر پشتون سړک د اورلګیدنې په اړه معلومات ورکړل، چې په ځانګړې توګه خیرخواه مارکېټ کې ۸۳۸ دوکانونه سوځیدلي وو او شاوخوا ۱۱۴ میلیونه ډالر زیان یې دوکاندارانو ته اړولی و. هغه زیاته کړه، چې د هغه وخت د قرارداد او طرزالعمل پر بنسټ باید دوکانونه له بیارغونې او د نرخونو له ټاکلو وروسته، اصلي متضررینو ته وسپارل شي، خو اوس داسې ښکاري چې ډېری متضررین خپلو حقونو ته نه دي رسېدلي. نوموړي له اتاق وغوښتل چې د دوی ستونزې اړوندو حکومتي ادارو ته ورسوي او د عادلانه توزیع په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
د خیرخواه مارکېټ دوکاندارانو هم د خپلو موجوده ستونزو په اړه خبرې وکړې، په ځانګړې توګه د دوکانونو ناعادلانه ویش، چې د پخوا ټاکل شویو نرخونو خلاف تر سره شوی دی. هغوی غوښتنه وکړه چې مخکې تصویب شوی قرارداد او طرزالعمل دې تطبیق شي، او ادعا یې وکړه چې د ویش په بهیر کې عدالت نه دی مراعات شوی، او اصلي متضررین د عادلانه ویش غوښتونکي دي.
ښاغلي مهمند، له خیرخواه مارکېټ دوکاندارانو څخه د دوی د ستونزو تر اورېدو وروسته وویل، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل د خصوصي سکتور د زیانمنو شویو غړو، په ځانګړې توګه د هغو سوداګرو او دوکاندارانو ستونزو ته چې په پیښو او اورلګیدنو کې زیانمن شوي، جدي پاملرنه کړې ده. نوموړي زیاته کړه، چې د نادر پشتون د سړک اورلګیدنه، په ځانګړې توګه د خیرخواه مارکېټ پېښه، د کابل په زړه کې یوه ستره ضایعه وه چې ډېر زیانونه یې واړول، او اتاق هڅه وکړه چې بیارغول شوي دوکانونه اصلي متضررینو ته وسپارل شي.
ښاغلي مهمند ټینګار وکړ، چې د اتاق مشرتابه د دوکانونو د عادلانه ویش ملاتړ کوي، او له معترضو دوکاندارانو یې وغوښتل، چې له منځه دې پنځه تنه د استازو په توګه وټاکي، څو اتاق وکولای شي له هر اړخیزې ارزونې او له اړوندو خواوو سره تر خبرو وروسته، له حکومتي ادارو سره په همغږۍ، عملي ګامونه واخلي.
 
 
 
 
 
 
دوشنبه، د ۱۴۰۴ کال د ثور ۲۹مه