د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د روسیې فدراسیون د سفارت د سوداګریز او اقتصادي سلاکار سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د نړیوالو اړیکو د دیپارتمنت مسؤول ښاغلي عبدالمتین غالب په حضور کې، له ښاغلي ډاکټر نیکولای دی سازنوف، د روسیې د فدراسیون د سفارت سوداګریز او اقتصادي سلاکار سرخ، د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه او د سوداګریزو اړیکو پراختیا او په ګډو پانګونو یې بحث او نظریات تبادله کړل.
 
ښاغلي مهمند، د روسیې د فدراسیون د سفارت د سوداګریز او اقتصادي سلاکار تود هرکلی وکړ او له روسیې سفارت څخه د اتاق د رهبري پلاوي او افغان سوداګرو ته د ویزې په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو له امله د کازان بزنس فورم کې د ګډون لپاره مننه وکړه، او هیله یې څرګنده کړه چې افغان سوداګر وکولی شي سږ کال هم د روسیې د سن پیټرزبورګ اقتصادي کنفرانس کې د تېر کال په څېر پراخ ګډون وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي نیکولای دی سازنوف ته د امام ابو حنیفه (رح) د څلورم ملي او نړیوال نندارتون په اړه معلومات ورکړل او له هغه یې غوښتنه وکړه چې د روسیې د سوداګرو او شرکتونو د ګډون زمینه برابره کړي. نوموړي ډاډ ورکړ چې اتاق به د اړوندو حکومتي ارګانونو سره په همغږۍ کې د بلنې لیکونو لېږلو او د ویزې د صادرولو برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي نیکولای دی سازنوف، له اتاق سره د روسیې سفارت د ښو همکاریو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د پراختیا، او همداراز د افغان سوداګرو ته د روسیې د ویزو د برابرولو او د سن پیټرزبورګ اقتصادي کنفرانس او نورو نندارتونونو او کنفرانسونو کې د ګډون لپاره، هر ډول همکاري کوي.
 
 
 
 
 
 
دوشنبه، د ۱۴۰۴ کال د ثور ۲۹مه