د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په مسکو کې مېشت افغان متشبثینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی: ښاغلي خان محمد سرفراز باز د اتاق د مشرتابه پلاوي د دارالانشا رئیس، ښاغلی سید پرویز سادات هوفیانی د مشرتابه پلاوي غړی او ښاغلی میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، روسیې هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې، د مسکو ښار د افغان متشبثینو له سوداګریزو مارکیټونو لیدنه وکړه او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
افغان متشبثینو د اتاق مشرتابه پلاوي ته ښه راغلاست وویلو او خپلې لویې سوداګریزې ستونزې یې ورسره شریکې کړې. دوی له مشرتابه پلاوي وغوښتل چې د دغو ستونزو د حل لپاره جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي سرفراز باز، د مسکو مېشتو افغان متشبثینو ستونزې په دقت واورېدې، د هېوادونو په اقتصادي ودې او بیا رغونه کې د سوداګرو رول مهم وباله، او ډاډ یې ورکړ چې د روسیې له حکومت سره د لاسلیک شوې همکارۍ تفاهمنامې پر بنسټ، به یادې ستونزې د اړوندو حکومتي مسوولینو سره شریکې کړي. نوموړي همداراز افغان سوداګر د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې پانګونې ته وهڅول.
ښاغلي پوپل، له ټولو افغان متشبثینو نه چې په مسکو کې مېشت دي غوښتنه وکړه چې ټولې ستونزې او وړاندیزونه یې په لیکلي بڼه اتاق ته وسپاري. تر څو اتاق وکولای شي د یادو ستونزو په حل کې د هېواد اړوندو حکومتی ادارو سره په همغږي کې عملي ګامونه پورته کړي.
 
 
 
 
 
سې شنبې، د غویی ۳۰مه، ۱۴۰۴