د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ترمنځ د همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د روسیې د خصوصي سکتور سره د ګډو پانګونو د جذب، د ترانزیټي اسانتیاوو رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا، د افغان صادراتي توکو لپاره د ترجیحي تعرفو د وړاندیز، ستونزو د پېژندنې او پر وخت د حل په موخه، له د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو اتاق سره د همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ.
 
یاد تفاهم‌لیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مرستیال لخوا، د لاندې ښاغلیو: د افغانستان د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اورچوک، د صنعت او تجارت وزارت سرپرست نورالدین عزیزی، د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت سرپرست، د اتاق د تجارتي مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مشرتابه پلاوي د دارالانشأ رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مشرتابه پلاوي غړي سلطان محمد صافي، سید پرویز سادات هوفیاني، او داود یوسفزي، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست میرزمان پوپل، د ننګرهار د اتاق غړی ښاغلي گل مراد عرب، د نیمروز د خونې رئیس حاجي عبیدالله نورزی او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګرو او پانګه‌والو په حضور کې د افغانستان ـ روسیې د سوداګریز فورم د اختتامیې مراسمو په ترڅ کې، د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې لاسلیک شو.
 
 
 
 
 
شنبه، د ثور ۲۷مه، ۱۴۰۴