د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هېواد د نفتو سکتور د ستونزو د همغږۍ او رسیدنې غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی، ښاغلیو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، محمد داود یوسفزی او جان آقا صادقي د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، د هېواد د نفتو سکتور د ستونزو د همغږۍ او رسیدنې په غونډه کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مقر کې د مولوي شمس‌الدین شریعتي د ریاست لاندې د دولتي سکتوري ادارو استازو او یو شمېر د نفتي توکو واردوونکو په ګډون جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
 
ښاغلي مولوي شریعتي د نفتو توکو د سټنډرډونو او بې‌کیفیته نفتو توکو د وارداتو د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او د ریاست الوزراء د پریکړې او د حکومت د مشرتابه د تایید مطابق، د ورکړل شویو نورمونو د تطبیق پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند د هېواد د خصوصي سکتور په استازولۍ خبرې وکړې او د حکومت له‌خوا د نفتو توکو، خوراکي موادو او درملو په برخو کې د ورکړل شویو نورمونو په تطبیق کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اتاق لومړي مرستیال د هېواد له سوداګرو د ستاینې ترڅنګ، د نفتو، خوراکي توکو او درملو د وارداتو پر کیفیت د هغوی د پام او هڅو قدرداني وکړه او د افغانستان د خامو موادو د بیو د سیمې له نورو هېوادونو سره د پرتلې وړ ټیټوالی یې د خصوصي سکتور او حکومت ترمنځ د صادقانه کار او ښې همکارۍ پایله وبلله او د سټنډرډونو د تطبیق په برخه کې یې د دغو همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
همداراز، ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، محمد داود یوسفزي او جان آقا صادقي هم د نفتو سکتور د اوسنیو ستونزو او د نفتو واردوونکو له‌خوا د سټنډرډونو د تطبیق په اړه خبرې وکړې او له حکومته یې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.
 
 
 
 
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ لومړۍ