د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سکرو صادروونکو سره سره وکتل

ښاغلي خان جان الکوزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، د ښاغلي میر زمان پوپل، د اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، او ښاغلي نقیب‌الله صافي، د افغان-پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس، په حضور کې د سکرو صادرونکو له یوې ډلې سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه او د دوی ستونزې یې واورېدې.
 
د سکرو صادرونکو خپلې عمده ستونزې د هېواد په بندرونو، په ځانګړي ډول تورخم او غلام خان کې د صادراتي مالونو د بندېدو او پاکستان ته د نه پرېښودو په برخه کې یادې کړې، او د اتاق مشرتابه پلاوي څخه یې وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل په موخه له اړوندو دولتي ادارو سره ځانګړې پاملرنه او همغږي وکړي.
ښاغلي الکوزي د سکرو صادرونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو ګډ کور او د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکې پُل وباله او د سکرو رول یې د هېواد د صادراتو او اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم وباله.
هغه له صادرونکو وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلي بڼه اتاق ته وسپاري، ترڅو اتاق وکولای شي د اړوندو دولتي ادارو سره په همکارۍ د یادو ستونزو لپاره مناسبه حل‌لاره پیدا کړي.
ښاغلي میر زمان پوپل د سکرو د صادراتو د اسنادو د ترتیب پروسې په اړه معلومات ورکړل او لازمه لارښوونه یې وکړه. هغه زیاته کړه چې صادرونکي دې خپلې ستونزې اتاق ته په تحریري ډول وسپاري، او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي او عامل پلاوي له لوري به له اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ د تورخم بندر د یادې ستونزې د حل لپاره جدي هڅې وشي.
 
 
 
 
 
 
شنبه، د چنګاښ ۱۴۰۴