ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي د دارالانشأ رئیس، له ښاغلي کارال، د یوناما دفتر د اقتصادي برخې مسؤل، او د هغه له مل پلاوي سره، د اتاق د مشرتابه پلاوي په دفتر کې، وکتل او د هېواد د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي باز، د ښاغلي کارال او د هغه د ټیم تود هرکلی وکړ، د یوناما دفتر له دوامداره همکاریو څخه یې مننه وکړه، او د اتاق له خوا د خصوصي سکتور د ودې، د طرحو، وړاندیزونو او ستونزو د شریکولو او د هغو د حل لپاره له حکومتي ادارو سره د تعامل په اړه تفصیلي معلومات ورکړل. نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي سکتور ټولو ستونزو ته په وخت رسېدنه کړې او په تېرو درې کلونو کې یې مختلفو سکتورونو ته د پام وړ سوداګریزې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
ښاغلي باز، د هېواد اقتصادي وضعیت په ښهوالي روان وباله او د خصوصي سکتور لاسته راوړنې یې د هېواد د ځان بساینې په برخه کې مهمې وبللې. هغه د هغو سکتورونو په اړه معلومات ورکړل چې افغانستان پکې د ځانبساینې پر لور روان دی، او د افغاني اسعارو ثبات او د هغو په تجارتي معاملو کې عامول یې د خصوصي سکتور او اوسني حکومت یو لوی پرمختګ وباله.
د دارالانشأ رئیس، د سړکونو جوړولو او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ترمنځ د ګډو پانګونو یادونه وکړه او دا ډول پانګونې یې د هېواد اقتصادي ودې او په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه د ایستل شویو مهاجرینو لپاره د کار زمینې برابرولو په برخه کې ارزښتناکې وبللې.
ښاغلي باز، افغانستان یې یو له وچې محاط هېواد وباله او د هېواد ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې یې له ګاونډیو هېوادونو سره د ترانزیټ تړاو لرونکې وبللې. هغه په ځانګړي ډول له پاکستان سره د خصوصي سکتور مهمو ستونزو ته اشاره وکړه او د یوناما دفتر د اقتصادي مسؤل څخه یې وغوښتل چې د بانکي بندیزونو د لرې کولو او د افغان خصوصي سکتور د ستونزو په دایمي حل کې له اتاق سره همکاري وکړي.
ښاغلي کارال، د خصوصي سکتور د ستونزو او د افغان چلوونکو لپاره د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو یادونه وکړه چې څه موده وړاندې د یوناما له خوا د پاکستان له حکومتي چارواکو سره مطرح شوې وه. نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغان سوداګرو د دستونزو د حل او د نړیوالو پروګرامونو سره د شریکولو په برخه کې به هر اړخیزه همکاري وکړي.
سېشنبه، د چنګاښ ۲۴مه، کال ۱۴۰۴