د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د اروپايي اتحادیې له شارژدافیر سره وکتل

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، له آغلې ورانیکا، چې په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې شارژدافیر ده، لیدنه وکړه او د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي په اړه یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول له خصوصي سکتور سره د اروپايي هېوادونو د همکاریو مننه وکړه او د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخېدو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
نوموړي د افغانستان د تولیداتو لکه وچه میوه، تازه میوه، او پروسس شوي معدني موادو صادرات اروپايي بازارونو ته، د سوداګریزو همکاریو له مهمو لومړیتوبونو څخه یاد کړل او د شته خنډونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
نوموړي، د ټول هېواد امنیت، د کوکنارو د کر پراختیا ته د پای ټکي اېښودل، او د اداري فساد کمښت یې د بهرنۍ پانګونې لپاره یوه ښه موقع وباله. ښاغلي مهمند له آغلې ورانیکا وغوښتل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د اروپايي هېوادونو د سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او یو ګډ ناستې د جوړېدو زمینه برابره کړي.
ښاغلي مهمند، د ترانزیټي لارو پر پراخوالي او د متنوعو تجارتي مسیرونو پر ایجاد ټینګار وکړ او له هغې یې د پراخو همکاریو غوښتنه وکړه. نوموړي د هند او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو له امله د افغان سوداګرۍ پر وړاندې د رامنځته شویو ستونزو یادونه وکړه، په ځانګړي ډول د مالونو د لېږد ځنډ، د ترانسپورت لوړې بیې، او د قېمتونو لوړوالي ته اشاره وکړه او د دې ستونزو په حل کې یې د اروپايي اتحادیې همکاری حیاتي وبلله.
ښاغلي مهمند، په کابل ولایت استالف کې د خصوصي سکتور له خوا د لوی کشمشو د پروسس د فابریکې د فعالیت یادونه وکړه او آغلې ورانیکا ته یې بلنه ورکړه چې له دې فابریکې لیدنه وکړي.
آغلې ورانیکا، له افغانستان سره د اروپايي هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ملاتړ اعلان کړ او د افغان تولیداتو او توکو وارداتو ته د همکارۍ ډاډ یې ورکړ. نوموړې، د اروپايي ادارو چمتووالی څرګند کړ چې له افغانستان د صادراتو د معیارونو او رهنمودونو په اړه د ACCI سره په راتلونکو اونیو کې آنلاین ناسته وکړي او ټینګار یې وکړ چې د ترانزیټ ستونزې باید حل شي.
آغلې ورانیکا، د کشمش د پروسس فابریکې پرانیسته د افغانستان د اقتصاد د ودې په برخه کې یو لوی ګام وباله او ژمنه یې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به له دغې فابریکې لیدنه وکړي.
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۴۰۴