د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د پکتیا د اتاق له مشرتابه او پیژندل شویو سوداګرو سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي، د اتاق د مشرتابه پلاوي د غړي ښاغلي محمد گردېزي په شتون کې، د پکتيا د اتاق له رئیس، مشرتابه پلاوي او یو شمېر وتلو سوداګرو سره ولیدل.
 
د پکتيا د اتاق مشرتابه، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د پکتیا ولایت د خصوصي سکتور د فعالیتونو او جدي ستونزو په اړه خبرې وکړې. دوی ځانګړې یادونه وکړه چې د صنعتي پارک لپاره ځمکه نه‌ده وېشل شوې او د دند پټان بندر لپاره معیاري سړک نشته. دوی د اتاق له رئيس څخه وغوښتل چې د دغو ستونزو د حل لپاره له اړوندو حکومتي ادارو سره همغږي او جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي د پکتيا د اتاق رئیس، مشرتابه پلاوي او د ولایت سوداګرو ته هرکلی وویلو، پکتيا یې د هېواد له مهمو اقتصادي او ترانزیتي ولایتونو څخه یاد کړ او د خصوصي سکتور اصلي ستونزې یې واورېدې. هغه د پکتيا د اتاق مشرتابه وغوښتل چې د خصوصي سکتور ټولې ستونزې راټولې کړي او د پکتيا اتاق له لارې یې په لیکلي ډول له مرکزي اتاق سره شريکې کړي، څو د حل لپاره یې هڅې وشي.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۱۵مه