ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د محترم تور داقون سیدیکوف، په افغانستان کې د قرغیزستان له سفیر سره، د اتاق د مشرتابه پلاوي په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي په اړه یې بحث او نظریات تبادله کړل.
ښاغلي سیدیکوف، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه: هیله لرم چې ستاسو په راتګ سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د قرغیزستان د سوداګرۍ اتاق ترمنځ د یوه سوداګریز میکانیزم د رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ، تر څو د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ستونزو ته رسېدنه وشي، او له عمومي رئیس سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلي هاشمي، د قرغیزستان د سفیر حضور ته په اتاق کې ښه راغلاست وویلو، او د نوموړي لیدنه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریز ژوند په نوې پاڼه کې یو نیک ګام وباله. نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ به د سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه شي.
ښاغلي هاشمي، د ټول هېواد امنیت یې د پانګونې لپاره یو مناسب بستر وباله، او زیاته یې کړه: که چیرې د قرغیزستان سوداګر چمتو وي چې له افغان سوداګرو سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د کانونو استخراج، د کرنې میکانیزه کول، او د انرژۍ تولید برخو کې ګډې پانګونې وکړي، نو اتاق د هر ډول همکارۍ لپاره تیار دی.
ښاغلي عارفي، د اتاق د عامل پلاوي د پالیسي مرستیال، د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ګډو سوداګریزو ناستو او نندارتونونو پر جوړولو ټینګار وکړ او له قرغیزستان سفیر څخه یې وغوښتل چې د دا ډول پروګرامونو په ترسره کولو کې له اتاق سره همکاري وکړي.
چهارشنبه، د زمري ۱۵مه، ۱۴۰۴