د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د موبل او فرنیچر اتحادیې له رئیس او مشرتابه سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، ښاغلي سید کریم هاشمي، د څار پلاوي د غړي ښاغلي خالد احمدي په شتون کې، د موبل فرنیچر د اتحادیې له رئیس ښاغلي محمد نعيم رحیمي او ورسره پلاوي سره، د اتاق د مشرتابه پلاوي په مرکزي دفترکې لیدنه وکړه.
 
ښاغلي رحیمي، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق د رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د دې سکتور مهمې ستونزې یې یاده کړې. هغه د اتاق له عمومي رئیس څخه وغوښتل، چې د فابریکو د جوړولو لپاره د ځمکو د وېش په برخه کې له اړوندو حکومتي ادارو سره همغږي وکړي. نوموړي، د اتحادیې له لوري له رئیس سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلي هاشمي، ښاغلي رحیمي او ورسره ټیم ته ښه راغلاست ووایه او د تولیدي فابریکو جوړول یې د صادراتو د زیاتوالي، د کار زمینو د برابرولو او د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم وبلل. هغه ګډون کوونکي تاجران تشویق کړل چې په هېواد کې د موبل فرنیچر د لویې سهامي تولیدي فابریکې بنسټ کښېږدي. نوموړي، د هېواد له سوداګرو سره د ستونزو د حل په برخه کې د اتاق د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۱۵مه