ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د حاجي محمد ابراهیم، د زعفرانو ټولنې له رئيس او د یادې ټولنې
له مشرتابه سره وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدلې.
ښاغلي مهمند، د متحده عربي اماراتو د سوداګرۍ اتاق له رئیس سره د شوې ناستې، د بهرنیو چارو د محترم وزیر او د یاد هیواد د سوداګرۍ وزیر ترمنځ د لیدنې، او همدارنګه د هند هیواد ته د سوداګریزو اړیکو د ښه والي او د افغانستان د صادراتي توکو لپاره د معیاري بازارونو د موندلو په موخه د سفر په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
هغه زیاته کړه چې د افغان سوداګرو ګډون په پراګتي میدان نندارتون کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په تنظیم او مدیریت، د سوداګرۍ وزارت او نورو ادارو په همکارۍ ترسره کېږي.
همدارنګه، نوموړي ډاډ ورکړ چې اتاق به د اړوندو حکومتي ادارو په همغږۍ د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي محمد ابراهیم، د زعفرانو اتحادیې د فعالیتونو، تاریخچې، غړو، د زعفرانو د کر ساحې او د کلونو په اوږدو کې د هغوی د حاصلاتو په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لومړي مرستیال سره معلومات شریک کړل. نوموړي وویل، چې د تېرو کلونو په پرتله د زعفرانو حاصلات مخ پر زیاتېدو دي. هغه، خپلې سترې ستونزې د زعفرانو د معاینو د اسانتیاوو نشتوالی، د دې محصول د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د انتقال لپاره د سبسایډي نه شتون، د هېواد په هوایي ډګرونو کې د زعفرانو د سکن او معیاري ارزونې نشتوالی او د سیمې له هېوادونو څخه د دې برخې سوداګرو ته د ویزې د ورکړې د اسانتیاوو نشتوالی یاد کړل. نوموړي له د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لومړي مرستیال څخه وغوښتل، چې د اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ د دوی د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.
ښاغلي مهمند، زعفران د افغانستان له مهمو صادراتي محصولاتو څخه یاد کړل، چې لوړ اقتصادي ارزښت لري او د هېواد د اقتصاد د ودې او د هېوادوالو لپاره د کارموندنې په برخه کې مهم رول لري. هغه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري د زعفرانو لپاره د بازار موندنې او د دې سکتور د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
دوشنبه، د کب ۶مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال او ښاغلو: خان جان الکوزی د افغان-پاک اتاق رئیس او د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، بهادر خیرخواه او داوود یوسفزی د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، د سوداګرۍ محترم وزارت په مقر کې په هغه ناسته کې ګډون وکړ چې موخه یې هېواد ته د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي لپاره د اغېزمنو لارو چارو ارزونه وه.
 
دغه ناسته د لوی څارنوال په مشرۍ او د حکومت د لوړپوړو چارواکو، د تېلو د اتحادیې د رئیس محترم سید کریم آغا، د خوافي ګروپ د رئیس محترم فیض محمد خوافي او یو شمېر تېل واردونکو سوداګرو په ګډون ترسره شوه.
ښاغلي مهمند، د بازارونو د انحصار پر مخنیوي ټینګار وکړ او له ټولو تېل واردونکو شرکتونو او اړوندو دولتي مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د بې‌کیفیته تېلو له وارداتو څخه مخنیوی وکړي. هغه، د حکومت له لوري د تېلو د معیار ټاکل مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې د ټولو واردونکو شرکتونو ستونزې او نظریات باید په پام کې ونیول شي.
ښاغلي مهمند، د سوداګرۍ وزارت د معین او د مالیې وزارت څخه د هغو جوازونو له بندېدو مننه وکړه چې د تېلو د وارداتو لپاره نه وو، او د تېلو د سوداګرو او حکومتي ادارو ترمنځ د دوامداره ناستو پر اړتیا یې ټینګار وکړ. هغه، د تېل واردونکو سوداګرو د کلونو راهیسې د دوی له هڅو څخه قدرداني وکړه او له لوی څارنوال څخه یې وغوښتل چې د خصوصي سکتور ټول نظریات او وړاندیزونه په هغه طرحه کې شامل کړي چې هدف یې د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو مخنیوی دی.
 
 
 
 
 
دوشنبه، کب ۶مه، ۱۴۰۳
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، په داسې حال کې چې ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، ښاغلي میرویس عزیزي، د عزیزي ګروپ رئیس، ښاغلي هدایت الله بدري، د کانونو او پټرولیم وزیر، محترم احمدالله نعماني، د ښار جوړولو او کور جوړونې وزیر، محترم نور جلال جلال، د عامې روغتیا وزیر، عبدالطیف منصور، د اوبو او برښنا وزیر، محترم ډاکټر عبدالواسع، د ریاست الوزراء د عمومي دفتر رئیس، محترم ابراهیم حکمت، د اقتصادي کمیسیون ارشد سلاکار، محترم احمدالله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم خانجان الکوزی، د افغان - پاک ګډې اتاق رئیس او د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، محترم سید پرویز سادات هوفیاني، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، محترم حاجي محمد رفیع، د هېواد پیژندل سوۍ سوداګر، او د هېواد ګڼ شمېر نور سوداګر او پانګه وال هم حضور درلود، د عزیزي خیریه بنسټ د سترې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې چې د کابل کې په انټرکانټیننټال هوټل کې ترسره شول، ګډون وکړ.
 
ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند، په هیواد کې د خصوصي سکتور پانګونې وستایلې او له هغو افغان سوداګرو او پانګوالو یې هم وغوښتل چې له هېواده بهر مېشت دي، تر څو د شته فرصتونو څخه په استفادې، د افغانستان په بیلابیلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي مهمند، د عزیزی خیریه بنسټ د عام المنفعه، خیریه او زیربنایي پروژو لکه روغتونونه، ښوونځي، انستیتیوتونه، طبي پوهنتونونه او د برېښنا د تولید پروژې یو غوره ګام وباله او زیاته یې کړه چې د خصوصي سکتور لخوا د داسې پروژو پلي کېدو سره، د خلکو اړتیاوې پوره کېږي، خلک به اړ نه وي چې د درملنې لپاره بهر ته لاړ شي او د خلکو لپاره د کار زمینه برابریږي.
د اتاق لومړي مرستیال د ټولو هغو سوداګرو او پانګوالو څخه مننه وکړه چې د زیربنایي او نورو برخو کې یې پانګونه کړې، او د افغانستان د صادراتو د وروستي زیاتوالي یادونه یې وکړه. نوموړي وویل چې افغانستان په ځینو برخو، په ځانګړي ډول د سیخ ګول او چرګانو غوښې تولید کې ځان بسیاینې ته رسیدلی او د داخلي تولیداتو د ملاتړ په برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.
ښاغلي مهمند، کوچني تشبثات د خلکو د اقتصاد د ودې لپاره ډېر مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل چې د ګټې پرته پورونه ورکړي تر څو د هیواد کوچني تشبثات تقویه شي. نوموړي، د ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو – اقتصادي اړیکو د ودې یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې د لویو سړکونو د بیا رغونې او د سیمه ییزو پروژو د تطبیق سره به د هیواد اقتصادي وده نوره هم چټکه شي.
ښاغلي مهمند، د هېواد له ټولو سوداګرو، په ځانګړي ډول ښاغلي میرویس عزیزي څخه مننه او قدرداني وکړه، چې د طبیعي پېښو لکه د هرات او گیان زلزلې متضررینو سره یې مرسته کړې او یا هم د سالنګ او ننګرهار لویو لارو په بیارغونه کې یې برخه اخیستې ده.
ښاغلي میرویس عزیزی، د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د هرات د زلزلې پر مهال یې ژمنه کړې وه چې د بیلابیلو خدماتي او زیربنایي برخو کې به ۱۰ میلیارده ډالر پانګونه وکړي، چې د دې پانګونې یوه برخه د ۴۰۰ بستریز د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون، د ۲۰۰ بستریز ولادي – نسایي روغتون، د ښوونځیو، د نرسنګ انستیتیوت، طبي پوهنتون او د ۲۰۰ میګاواټه تجارتي برېښنا د تولید پروژې پکې شامل دي.
 
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۳ د کب ۲مه
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، هرات ولایت ته د خپل کاری سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر ښاغلي ګزیزاکباسوف سره د سوداګریزو اړیکو د ښه والي، افغان سوداګرو لپاره د ویزي اسانتیاوي او د افغان- قزاق سوداګرو تر منځ ګډه پانګه اچونه په موخه ناسته ترسره کړل.
 
په دې غونډه کې، د ښاغلو قزاقي مېلمنو تر څنګ، د هرات ولایت مقام مشرتابه، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی، د ایران، ترکیې او ازبیکستان قونسلان، او د دغه ولایت یو شمېر سوداګر او پانګوال هم حاضر وو.
د هرات ولایت مقام مشرتابه، د اتاق د لومړي مرستیال او د قزاقستان د سفیر د راتګ هرکلی وکړ، هرات یې یو له لرغونو، صنعتي او د پراخو پانګونې فرصتونو لرونکو ولایتونو څخه وباله، او د قزاقستان ترانزیت یې د افغانستان د تجارتي توکو لپاره خوندي لار وبلله. هغه له ښاغلي گزیز اکباسوف څخه وغوښتل چې د خپل هېواد قونسلګري په هرات کې هم فعاله کړي.
ښاغلي مهمند، قزاقستان یو ښه دوست او له افغانستان سره د ګډ ترانزیت لرونکی هېواد وباله، او د عام المنفعه پروژو او د بې‌وزلو افغانانو لپاره د هغوی د بلاعوضو مرستو قدرداني یې وکړه. هغه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ارقامو په اړه خبرې وکړې او له ښاغلي گزیز اکباسوف څخه یې وغوښتل چې د سوداګریزو اړیکو د لا ښه والي لپاره هڅې زیاتې کړي.
محترم مهمند، هرات د افغانستان له کلیدي اقتصادي ولایتونو څخه یاد کړ، د دغه ولایت د مقام له مشرتابه یې د خصوصي سکتور سره د همکاریو له امله مننه وکړه، او ډاډ یې ورکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به سوداګر وهڅوي چې د هرات په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال، د افغان سوداګرو مهمې ستونزې یادې کړې، چې یوه یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو له لوري د ویزې ورکولو اسانتیا نشتون دي. هغه له ټولو ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د صادراتو د ودې په موخه، د افغانستان د کرنیزو توکو لپاره ترجیحي تعرفې رامنځته کړي.
ښاغلي صدیقي، د هرات د سوداګرۍ اتاق مرستیال، د افغان او قزاق سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو پر اړتیا ټینګار وکړ، او د قزاقستان له سفیر څخه یې وغوښتل چې خپله قونسلګري په هرات کې فعاله کړي.
ښاغلي گزیز اکباسوف، د هرات د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه د تود هرکلي او مېلمه پالنې له امله مننه وکړه، افغانستان یې د قزاقستان او د سویلي آسیا هېوادونو ترمنځ د نښلیدو پل وباله، او هرات یې د سیمې له سترو تجارتي ولایتونو څخه یاد کړ. هغه ډاډ ورکړ چې د سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو، او د افغان-قزاق سیاسي او اقتصادي اړیکو د لا ښه والي لپاره به هر اړخیزې هڅې وکړي.
 
 
 
دوشنبه، ۶ کب مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، له هندي سوداګرو او په نوي ډهلي کې مېشتو د افغانستان د وچوو مېوې صادروونکو سوداګرو سره له پرله‌پسې لیدنو، د افغان-هند د سوداګرو سره د خبرو او د هغوی د ستونزو د اورېدو وروسته، د افغانستان د وچو مېوې د اتحادیې سرپرست، ښاغلي محمد طاهر، په حضور کې د افغانستان د سفارت له سرپرست سره ناسته ترسره کړه.
 
په دې ناسته کې، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست، ښاغلي نورالدین عزیزي، او د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي ریاست له رئیس سره هم تلیفوني اړیکه ونیول شوه او د افغان او هندي سوداګرو ستونزې ورسره شریکې شوې.
ښاغلي مهمند، د نوي ډهلي مېشتو افغان سوداګرو ستونزې له ښاغلي نورالدین عزیزي، د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي رئیس، او د افغانستان د سفارت له سرپرست سره شریکې کړې او له هغوی یې د سوداګرو د ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي محمد طاهر، د ریاست الوزراء د اقتصادي کمېسیون، د بهرنیو چارو وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له همکاریو مننه وکړه او د افغان سوداګرو لپاره د بېرته راستنېدلو ویزو د اسانولو غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي نورالدین عزیزي، ژمنه وکړه چې د سوداګرو د ستونزو په حل او د اسانتیاوو په برابرولو کې به هر اړخیزه همکاري وکړي، او د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي رئیس هم د دې وزارت په استازیتوب خبرې وکړې او سوداګرو ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
همداراز، افغان سوداګرو د نوي ډهلي په ښار کې د افغانستان د یوې تړل شوې تعلیمي مؤسسې ستونزه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لومړي مرستیال سره شریکه کړه. ښاغلي مهمند د یادې مؤسسې له پخواني ځایه لیدنه وکړه او دا موضوع یې له اړوندو افغان ادارو سره شریکه کړه، ترڅو په نوي ډهلي کې مېشت افغانان وکولای شي خپلو اولادونو ته د زده‌کړو زمینې برابرې کړي.
 
 
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۳ کال د کب ۲مه
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، پداسې حال کې چې ښاغلي فیض محمد خوافي، د خوافي ګروپ رئیس، په هرات کې د ایران قونسل، د هرات د ولایتي حکومت مسؤلینو، یو شمېر سوداګرو او د دغه ولایت ښوونکو شتون درلود، د حاجیه بي بي زرین تاج خوافي خیریه غیر انتفاعي مکتب د پرانستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلي مهمند، د پوهنې له ملاتړ او له بې‌بضاعته هیوادوالو، په ځانګړي ډول د زنده جان ولسوالۍ د وروستي پېښې له زیانمنو سره د خوافي ګروپ د مرستو له امله، قدرداني وکړه. نوموړي د مکاتبو رول د ټولنې لپاره د کادري کسانو په چمتو کولو، د علمي کچې لوړولو، او د خصوصي سکتور له غړو سره د پانګونې فرصتونو په پیژندلو کې مهم وباله.
ښاغلي مهمند، د حکومت د مشرتابه له وروستي فرمان څخه، چې د خصوصي سکتور د غړو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه صادر شوی، خوښي څرګنده کړه. نوموړي، دا ډول اقدامات د سوداګرو د هڅونې لپاره مهم وبلل او له ټولو سوداګرو یې وغوښتل چې د ديني او عصري زده‌کړو د عامولو لپاره د پوهنې وزارت سره همکاري وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال له هغو علمي کادرونو چې له هېواده بهر ژوند کوي غوښتنه وکړه چې بیرته هېواد ته راستانه شي او د خپلو تجربو له لارې د هېواد د اولادونو د تعلیم د کچې لوړولو لپاره د پوهنې وزارت سره همکاري وکړي. نوموړي په ټول هېواد کې د علمي مرکزونو جوړېدل د ټولنې اساسي اړتیا وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د سوداګرو لپاره د بېلابېلو سکتورونو په پانګونه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د پوهنې محترم وزیر د ټلیفوني خبرو په ترڅ کې د خوافي ګروپ شرکت له مشر څخه د حاجي بي بي زرین تاج خوافی غیر انتفاعي خیریه ښوونځي د جوړولو له امله مننه وکړه او د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې د هېواد د بچیانو د زده کړې د کچې په لوړولو کې له پوهنې وزارت سره همکاري وکړي او دغه ډول خیریه ښوونځي جوړ کړي. نوموړي د هېواد د بچیانو د لا پیاوړتیا په برخه کې د یاد وزارت د هر اړخیزو هڅو ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
 
 
یکشنبه، د کب ۵مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...