د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مشرتابه پلاوي د غړی ښاغلي سید پرویز سادات هوفیان او ښاغلي میر زمان پوپل د مالي او اداري مرستیال سرپرست په حضور کې، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره د مرکزي دفتر په مقر کې لیدنه وکړه او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د ولایت د خصوصي سکتور عمده ستونزې مطرح کړې او له مرکزي مشرتابه یې وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل لپاره جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند د ننګرهار د اتاق مشرتابه ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ننګرهار یې د هېواد له مهمو اقتصادي - سوداګریزو زونونو څخه وباله، چې د بډایه کانونو ظرفیتونه لري او د پاکستان سره د ترانزیت مهم وصل ټکی ګڼل کېږي. نوموړي د دې ولایت د خصوصي سکتور د ستونزو په حل کې د اتاق له خوا د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.
ښاغلي پوپل د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره د صادراتو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د صادراتو د بهیر د لا شفافیت په موخه یې د ننګرهار د اتاق د عامل هیئت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وړاندې کړې.
 
 
 
 
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ ۷مه
 
 

محترم خانجان الکوزی، د اتاق د مدیره پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس او محترم ضیاءالدین اچکزی، د مدیره پلاوي غړی او د اتاق د سوداګرۍ کمېټې رئیس، له محترم حاجي محمد غنی، د افغان-پاک ګډ اتاق مرستیال، او د هېواد له یو شمېر سوداګرو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
ښاغلي محمد غنی او سوداګرو خپلې اوسني ستونزې چې د ترانزیت په برخه کې د تورخم او سپین بولدک په بندرونو کې وو د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې او د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې د اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلیو الکوزی او اچکزی، د ښاغلي محمد غنی او سوداګرو تود هرکلی ترڅنګ، د هغوی ستونزې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې اتاق به یې ستونزې د حکومت له اړوندو ادارو سره شریکې کړي او هڅه به وکړي چې لازم رسیدګي ورته وشي.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د چنګاښ ٤ مه ١٤٠٤ کال
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی، ښاغلیو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، محمد داود یوسفزی او جان آقا صادقي د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، د هېواد د نفتو سکتور د ستونزو د همغږۍ او رسیدنې په غونډه کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مقر کې د مولوي شمس‌الدین شریعتي د ریاست لاندې د دولتي سکتوري ادارو استازو او یو شمېر د نفتي توکو واردوونکو په ګډون جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
 
ښاغلي مولوي شریعتي د نفتو توکو د سټنډرډونو او بې‌کیفیته نفتو توکو د وارداتو د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او د ریاست الوزراء د پریکړې او د حکومت د مشرتابه د تایید مطابق، د ورکړل شویو نورمونو د تطبیق پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند د هېواد د خصوصي سکتور په استازولۍ خبرې وکړې او د حکومت له‌خوا د نفتو توکو، خوراکي موادو او درملو په برخو کې د ورکړل شویو نورمونو په تطبیق کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اتاق لومړي مرستیال د هېواد له سوداګرو د ستاینې ترڅنګ، د نفتو، خوراکي توکو او درملو د وارداتو پر کیفیت د هغوی د پام او هڅو قدرداني وکړه او د افغانستان د خامو موادو د بیو د سیمې له نورو هېوادونو سره د پرتلې وړ ټیټوالی یې د خصوصي سکتور او حکومت ترمنځ د صادقانه کار او ښې همکارۍ پایله وبلله او د سټنډرډونو د تطبیق په برخه کې یې د دغو همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
همداراز، ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، محمد داود یوسفزي او جان آقا صادقي هم د نفتو سکتور د اوسنیو ستونزو او د نفتو واردوونکو له‌خوا د سټنډرډونو د تطبیق په اړه خبرې وکړې او له حکومته یې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.
 
 
 
 
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ لومړۍ
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، لومړی مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، ښاغلی خانجان الکوزی د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاکستان ګډ اتاق رئیس، او ورسره ښاغلي احمدشاه حکیمي د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، ښاغلی عبدالسلام کوهي د اتاق حقوقي سلاکار، ډاکتر سلطان او حاجي ګلاب خان صبري د افغان سمون شرکت مالکان، او صمیم هاشمي د دولت سره د اړیکو د څانګې مسئول هم حضور درلود، د افغان سمون ممیزو د پروسس فابریکې د کار، ماشینرۍ او تاسیساتو څخه لیدنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د افغان سمون شرکت له رهبرۍ څخه د هېواد دننه پانګونې له امله مننه وکړه او دا ډول فابریکې یې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د زراعت د میکانیزه کولو، صادراتو د زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې. نوموړي ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د یاد شرکت د تولیداتو او د افغانستان د زراعتي محصولاتو لپاره د اروپايي او آسیایي هېوادونو بازارونو موندلو کې هر اړخیز ملاتړ وکړي.
ښاغلي الکوزي د هېواد د تولیدي فابریکو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې دا ډول فابریکې د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي لپاره مهم رول لري.
همداراز، د اتاق مشرتابه پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د استالف له بازار، په ځانګړي ډول د دې ولسوالۍ له خټین لوښو او لاسي صنایعو څخه لیدنه وکړه او د دې ارزښتناکو صنایعو تولیدونکي یې وهڅول چې د امام ابوحنیفه (رح) په نوم په څلورمه ملي او نړیواله نندارتون کې برخه واخلي او خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
دوی ژمنه وکړه چې د استالف د خټین لوښو تولیدونکو لپاره به یو غرفه په وړیا توګه ځانګړی کړي.
یادونه باید وشي چې د افغان سمون ممیزو د پروسس فابریکه د استالف په ولسوالۍ کې، له کابل ښار څخه ۴۵ کیلومتره لرې موقعیت لري. د دې فابریکې د جوړېدو چارې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د ۱۲۸ جریبه ځمکې په ساحه کې پیل شوې وې او شاوخوا ۸ میلیونه ډالر پانګونه پرې شوې ده. تمه ده چې دا فابریکه به ډېر ژر د حکومت د مشرانو او د خصوصي سکتور د غړو له خوا پرانیستل شي او رسماً به فعالیت پیل کړي.
 
 
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د چنګاښ ٣مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل، له یو شمېر د وچو مېوو صادرونکو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
 
د وچو مېوو صادرونکو خپل عمده ستونزې د واګه بندر د تړل کېدو له امله یادې کړې، چې د افغانستان د صادراتي توکو، په ځانګړي ډول وچو مېوو، پر وړاندې خنډ ګرځېدلی دی. دوی د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال څخه وغوښتل چې د دغو ستونزو د حل لپاره، په ځانګړې توګه د وچو مېوو د صادراتو د اسانتیا لپاره، له اړوندو حکومتی ادارو سره په همغږي لازمه همکاري وکړي.
ښاغلی پوپل، د وچو مېوو صادرونکو ته د هرکلی ویلو ترڅنګ، د دوی رول یې د هېواد د صادراتو د زیاتوالي او اقتصادي ودې کې مهم وباله. نوموړي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور ستر ملاتړی او د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پُل وباله. هغه ډاډ ورکړ چې اتاق له اړوندو حکومتی ادارو سره په همغږي به د دوی د ستونزو د حل او د صادراتي مالونو د لېږد لپاره د بدیلو لارو موندلو لکه د هوايي کارګو، ځمکنۍ او بحري ترانزیت له لارې هند ته به هر اړخیزه همکاری وکړي.
 
 
 
 
 
 
شنبه، د غبرګولی ۳۱ مه ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د یوناما دفتر له لوري په آنلاین لومړنۍ ناستې کې ګډون وکړ.
 
په دې ناسته کې، د یوناما دفتر د اقتصادي برخې مسؤله، د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو اتاق د عامل پلاوي رئیسه، د کوچنیو شرکتونو استازې، اسدالله فیضي د افغانستان نړیوال بانک (AIB) مرستیال، او د کوچنیو پورونو د مؤسسې رئیسې ګډون درلود.
دیوناما دفتر داقتصادی برخی مسووله د ناستې اساسي موخه د خصوصي سکتور نظریاتو او وړاندیزونو راټولول وبلل او ویې ویل چې یاد نظریات به د خصوصي سکتور د استازو له خوا د دوحې د کاري ډلې کنفرانس کې د نړیوالو استازو سره شریک شي. هغې له ګډونوالو وغوښتل چې خپل مشکلات په واضح ډول د کنفرانس پر مهال له نړیوالو استازو سره شریک کړي.
ښاغلي مهمند، له یوناما دفتر څخه د افغانستان له خصوصي سکتور سره د همکاریو او د هغوی د ستونزو د نړیوالو ستیجونو له لارې شریکولو له امله مننه وکړه. نوموړي ډاډ ورکړ چې د دوحې د کاري ډلې کنفرانس کې به د خصوصي سکتور ستونزې مطرح کړي.
همداراز، نوموړي د کنفرانس نورو ګډون کوونکو استازو څخه وغوښتل چې د اجنډا سره سم، د خپلو سکتورونو ستونزې له نړیوالو استازو سره واضح او منظم شریکې کړي.
 
 
 
 
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ لومړۍ
 
 

مقالات دیگر...